" زۀ مړ يم، بيمه مې ميرمن ته ورکړئ"

اسکيليت
Image caption ښايي پيسې بد شى دي چې ژوندى په مړي بدلوي

استراليايي پوليسو هغه برتانوى سړى نيولى دى چې د بيمې د پيسو ترلاسه کولو په هيله يې د مړينې خبر په درواغو خپور کړى و.

هوگو اوزې سانچيز چې الفريدو په نامۀ هم مشهور دى د جعل کارۍ له تور سره مخامخ شوى دى.

٤٧ کلن الفريدو سانچيز تر هغه پنځه کاله وروسته په سدني کې پوليسو ونيو چې برتانوي پوليس يې پلټنه پيل کړې وه.

د دۀ ميرمن ٤٣ کلنه سوفي هغه شرکت ته چې خاوند يې په کې کار کاوۀ ويلي و چې سړى جنوبي امريکا ته د سفر پر وخت مړ شوى او مړى يې سوځول شوى دى.

سانچيز د ويبپاڼو طراح يا ډيزاينر و.

حقيقت بيا دا و چې ښځه او خاوند دواړه استراليا ته تللي وو او هورې يې ژوند کاوۀ.

برتانوي چارواکي هغه وخت شکمن شول چې د سانچيز د مړينې پر سند د دۀ د گوتو نخښې ښکاره شوې.

ميرمن سانچيز برتانيا ته په راستنيدو وار له واره ونيول شوه.

اوس برتانوي پوليس غواړي چې خپله سانچيز "ژوندى مړى" هم له استراليا وغواړي چې محاکمه شي.