په کوټه کې ځانمرګی په خپله چاودنه کې وژل شوی دی

کوټه
Image caption په وروستيو کې په کوټه کې فرقه يي تاوتريخوالی زيات شوی دی

د کوټې په هزاره ټاون کې د شنبې/خالي ورځې په مازيګر يوه بمي چاودنه کې يو کس وژل شوی دی.

د کوټې د پوليسو مرستيال مشر حامد شکيل وايي دغه کس د شيعه ګان يوه جومات ته د ورننوتلو هڅه کوله، چې د پوليسو په ليدو يې له ځان سره د تړلو موادو چاودنه وکړه.

د چاودنې له امله نور زيان نه دی اوښتی. په کوټه کې په ووستيو کې د شيعه ګانو پروړاندې بريدونه زيات شوي، چې فرقه يي تاوتريخوالی بلل شوی دی.

بل پلو د کوټې په هزارګنجي سيمه د سرحدي پوليسو پر يوه کاروان باندې له لرې کنټرولېدونکي بم چاودنه شوې، چې د پوځيانو يو موټر په کې زيانمن شوی دی.

د بلوڅانو يوې اورپکې ډلې بي اېل اې ويلي بريد دوی کړی دی. په همدې مهال د بلوڅانو ملتپالو ډلو پر کوټې سربېره د بلوچستان په بېلابېلوغټو ښارونو کې مظاهرې کړې دي.

مظاهره چيانو غوښته کوله چې حکومت دې په بلوچستان کې د بې درکه بلوڅانو د د وژل کېدو لړۍ مخنيوی وکړي، چې مړي يې موندل کېږي.

د بلوچستان د ملي ګوند د اطلاعاتو مسول اغا حسن بلوڅ وويل حکومت په بلوچستان کې د تاوتريخوالي پر زياتېدو چوپ او بې خبره دی:

"موږ د حکومت او اسټبلېشمنټ د دې عمل غندنه کوو، چې په قصدي ډول د بلوچستان حالت خرابوي. د بلوچستان او مرکزي حکومت د روان کړکېچ مسوليت پرغاړه لري.

دوی د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو، ظلم او زياتي پر پېښو چې د مشرف د واکمنۍ پر مهال له عملياتو راهيسې يې لړۍ روانه ده، چوپ او بې خبره دي."

په همدې ترڅ کې د بلوچستان په خوزدار ښار کې ځايي پوليسو د يو ورک شوي کس مړی موندلی دی.

مړی بيا په روغتون کې د يوه ځای خبر يال په توګه پېژندل شوی، چې يوه مياشت مخکې ناڅرګندو کسانو تښتولی و.

د بلوچستانو د خبريالانو ټولنو د دغه ځايي خبريال نصير رند پر وژنه ژوره خواشيني څرګنده کړې، او له حکومته يې غوښتنه کړې چې د نوموړي پر وژنه تورن کسان ونيسي.

ورته مطالب