جاپان کې د پلازمېنې لپاره د مرستنديه ښار جوړولو وړانديز

په جاپان کې د پارلمان غړيو يوې اغېزناکې ډلې وړانديز کړی چې د پلازمېنې توکيو لپاره يو مرستندويه ښار جوړ شي.

Image caption توکيو د نړۍ له ګڼ نفوسه ښارونو شمېرل کېږي

دغه ښار به د يو داسې ځای په توګه کارول کېږي، چې که پلازمېنه له يو طبيعي ناورين وروسته پرېښودل کېږي، ترې حکومتي چارې ترسره شي.

دوی د همداسې ښار جوړولو لپاره له وړاندې يو ځای او د هېواد په بله خوا کې يو هوايي ډګر په نښه کړی دی.

توکيو او د يوکوهاما او کاواساکي ورسره تړلي ښارونه په نړۍ کې د استوګنې له خورا ډېرو ګڼ نفوسه سيمو ګڼل کېږي، چې ټول په ګډه د يو ستر ښار په توګه په کې ۳۵ مليون وګړي ژوند کوي.

خو دغه سيمه پر يو ناسم ځای پرته ده، زلزله پوهان وايي تر پلازمېنې توکيو لاندې يو زوروره زلزله کېدونکې ده.

د توکيو شمال لوري د تېر مارچ مياشتې زلزلې او سونامي په دې اړه اندېښنې لا پسې زياتې کړې دي.

نو ځکه اوس د جاپان بېلابېلو ګوندونو يوې ډلې د يو اضافه ښار جوړونې وړانديز کړی دی.

دا به د سيلانۍ کاروبار او احتياطي ښار بشپړ استونګنځی بلل کېږي، چې ۲۰۰،۰۰۰ خلکو لپاره به د کارکولو او ۵۰،۰۰۰ لپاره د استوګنې ځای ولري.

د انځور حقوق Reuters
Image caption له فوکوشيما اتومي بټۍ وړانګو خپرېدنو پراخې اندېښنې راپارولې وې

دغه ښار به له اوساکا سره څېرمه د يوه هوايي ډګر پر ځای جوړېږي، او که توکيو ويجاړېږي نو د حکومت نوی ځای به وي.

د پارلمان غړيو د خپل پلان د لګښت په اړه څه نه دي ويلي، خو داسې ويل شوي چې د پخواني لومړي وزير ناوتو کان په ګډون د خپلو شاوخوا سلو ملګريو ملاتړ له ځان سره لري.

ښاغلی کان چې د تېر مارچ زلزلې په مهال د جاپان لومړی وزير و، په ډاګه کړه چې د مارچ له زلزلې او سونامي وروسته د کړکېچ لومړيو ورځو کې يې پر دې غور کاوه چې پلازمېنه توکيو خالي کړی شي.

خو وېره يې څرګنده کړه چې که داسې زلزله په پلازمېنه کې وشي نو ترې وروسته ګډوډۍ حالت کې به جاپان د يو دولت په توګه کار ونه کړی شي.