احمدي نژاد: امریکا او اسراییل د ایران له پوځي زوره وېره لري

احمدي نژاد

احمدي نژاد ویلي ''ایران اتوم بم نه لري، بلکې اسراییل اتومي وسلې لري، چې دا د ټولې سیمې لپاره یو سرخوږی دی. ''

د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد ویلي، داسې ښکاري چې امریکا او اسراییل د ایران له پوځي پرمختګ څخه وېره لري.

نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ (د نومبر پر ۷مه) د مصر له ''الاخبار المصریة'' ورځپانې سره کړې دي.

احمدي نژاد دا هم ویلي چې دا مهال ایران له اسراییلو او لوېديځ سره د سیالیو توان پیدا کړی دی.

د ایران پرضد د متحده ایالتونو او اسراییلو د ضدي دريځ په غبرګون کې احمدي نژاد واشنګټن د ایران د نوم په بدنامولو تورن کړ.

نوموړي ويلي، چې امریکا له دې کاره د سوریې او ایران ترمنځ د اړیکو د خرابولو هڅې کوي.

سرچینې د احمدي نژاد په حواله ویلي ''ایران ورځ تر بلې ځواکمن کېږي او پرمختګ کوي؛ همدا ده چې د نړۍ له سیالو (اسراییلو او لوېديځ) سره د مبارزې او سیالۍ توان یې موندلی دی؛ ځکه چې امریکا او اسراییل اوس د ایران له ځواک څخه وېره لري.''

''همدا لامل دی چې په پوځي ډګر کې لوېديځ او امریکا د ایران د رول د مخنيوي هڅه کوي، خو ایران به د خپل هېواد پرضد د هر اخیستونګي ګام مخه ونیسي.''

ایراني اسلام پاله مشران- چې ډېری یې د اسراییلو ضد دريځ لري – وايي اسراییل دا حق نه لري چې د ایران د اتومي هڅو په اړه څرګندونې وکړي.

لویه تېروتنه

بل خوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف ویلي، د ایران پروړاندې هر ډول پوځي ګام اخیستل ''یوه لویه تېروتنه ده.''

لاوروف په یوه خپره کړې اعلامیه کې وايي ''په دې اړه زموږ دريځ روښانه دی؛ که دا کار وشي، نه جبرانېدونکې ناوړه پایلې به ولري.''

خو د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر آلان جوبېه بیا ویلي چې هېواد یې پر ایران لاهم د فشار زیاتولو غوښتونکی دی.

امریکا زموږ او د سعودي عربستان ترمنځ د هر راز دوستانه اړیکو خلاف ده، همدا ده چې د ولسونو ترمنځ اختلاف ته لمن وهي.

احمدي نژاد

یوه جګپوړي امریکايي چارواکي ويلي، ایران اوس د متحده ایالتونو پروړاندې تر ټولو لوی ګواښ دی.

پوځي ګام

د اسراییلو ولسمشر شمعون پیریز ویلي د ایران د اتومي هڅو د درولو لپاره د پوځي ګام اخیستو وخت رانژدې شوی.

خو احمدي نژاد ټينګار کړی چې د اتوم بم لرلو هڅې نه کوي، بلکې وايي چې د اسراییلو له منځه وړل حتمي دي.

تمه ده چې د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان به د ایران د اتومي هڅو په اړه تفصیلي راپور خپور کړي.

احمدي نژاد ویلي ''ایران اتوم بم نه لري، بلکې اسراییل اتومي وسلې لري، چې دا د ټولې سیمې لپاره یو سرخوږی دی. ''

ایراني ولسمشر واشنګټن کې د سعودي د سفیر په اړه د ایران د توطیې په غبرګون کې وویل ''دا د ایران د ولس پرضد په دروغو لګول شوی تور دی، ایران دا ډول ناوړه کار ته زړه نه ښه کوي او نه هم دا ډول جرم کوي.''

''امریکا زموږ او د سعودي عربستان ترمنځ د هر راز دوستانه اړیکو خلاف ده، همدا ده چې د ولسونو ترمنځ اختلاف ته لمن وهي.''

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .