پاکستان: اتومي وسلو ته د اورپکو ګواښ نه شته

Image caption تر ټولو ډېره وېروونکې اندېښنه دا ده چې پاکستاني چارواکي چمتو کړی شوې اټومي وسلې د ترافیکو د عادي بهیر په ترڅ کې په ملکي ګاډو کې لېږدوي.

پاکستان د خپل اټومي پروګرام پر خوندیتوب د یوې امریکايي خپرونې ادعاوې په کلکه رد کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه ویناپاڼه کې وايي ددغه هېواد پرضد د کمپاین دا برخه څه نوې خبره نه ده، چې د پاکستاني ضد کړیو له خوا ترسره کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه وینا کې په 'اتلانتیک' مجله کې خپرېدونکی دغه مطلب خیالي او غرضي بللی دی.

مجلې اندېښنه ښودلې چې د پاکستان اتومي وسلو ته د اورپکو لاسرسی ډېر شونی دی؛ ځکه چې حکومت یې کمزوری او امنيتي ځواکونه یې په جهادیانو ډک شوي دي.

د امریکا متحده ایالتونو د پاکستان د اټومي وسلو د خونديتوب لپاره ۱۰۰ میلیون ډالر مرسته کړې، خو د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته یې په پوځي او ملکي چارو کې پاکستان ته یې ۲۰ میلیارد ډالر ورکړي.

د رپوټ پر بنسټ پاکستان کې د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته، امریکا د اورپکو په ځپلو کې ددغه هېواد د هڅو په تړاو په ډېرېدونکې توګه بې باوره شوی.

خو بله خوا، له دې پېښې وروسته پاکستان کې دا وېره مخ په ډېرېدا ده چې پنتاګان پلان لري پر اسامه شوي برید ته ورته د یولړ بریدونو په ترڅ کې د دغه هېواد د اټومي وسلو زېرمې ویجاړې کړي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پاکستان کې دا وېره مخ په ډېرېدا ده چې پنتاګان پلان لري پر اسامه شوي برید ته ورته د یولړ بریدونو په ترڅ کې د دغه هېواد د اټومي وسلو زېرمې ویجاړې کړي.

په خپاره شوي رپوټ کې د یوه بېړني پلان جزییات هم په ډاګه شوي، سلګونه امریکايي کوماندو ځواکونه روزل شوي چې د پاکستان د دولت د نړېدو او یا هم د جهادي کودتا پرمهال، ددغه هېواد د اټومي وسلو پر زېرمتونونو چپاو یوسي، شنډ یې کړي او یا یې له منځه یوسي.

خو تر ټولو ډېره وېروونکې اندېښنه دا ده چې پاکستاني چارواکي چمتو کړی شوې اټومي وسلې د ترافیکو د عادي بهیر په ترڅ کې په ملکي ګاډو کې لېږدوي.

پاکستاني چارواکي دا اندېښنې ردوي او وايي چې د خپلې ملي واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو په خوندي کولو کې هېڅوک باید د پاکستان پر وړتیا سترګې پټې نه کړي.

ورته مطالب