پاکستاني پوځ ميرانشاه کې ودانۍ ونړولې

ميرانشاه ، پخوانى عکس
Image caption ځايي خلک وايي پوځ بې له خبردارۍ ډيځر څه وران کړل

د شمالي وزيرستان له مرکز ميرانشاه څخه ځايي خلک وايي چې پاکستاني پوځ د دوشنبه په ورځ ( د نومبر ٧) څو پنځه پوړيزې پخې ودانۍ او گڼې هټۍ ونړولې.

په دغه ويجاړۍ کې لږ تر لږه يوه ماشومه نجلۍ وژل شوې او پنځه کسه نور ملکي وگړي ټپيان شوي دي.

ملک ممتاز له ميرانشاه څخه له بي بي سي سره په خبرو کې ادعا وکړه چې پاکستاني پوځ نا اعلان کړى گرځبنديز لگولى و، سړکونه يې تړلي وو او د خپلو ټانکونو او بلډوزور په مرسته يې ډير څه ويجاړ کړل.

ملک ممتاز وويل لږ تر لږه ٤٥ دوکانونه نړيدلي او ځينې خصوصي روغتونونه له خاورو سره خاورې شوي دي.

د دغه ځايي کس په وينا پوځ تر هغه وروسته د ښار د منځ دغه ودانۍ ونړولې چې د دوى په مرکز ناڅرگندو کسانو د يکشنبه په ورځ دوه توغندي وتوغول.

کرۍ ورځ

په توغيدليو توغنديو کې د پوځ سرتيرو ته له رپوټونو سره سم کوم تاوان نه دى اوښتى.

ځايي خلک وايي پاکستاني پوځ چې چورلکې هم ورسره ملگرې وې کرۍ ورځ د دغو ودانيو په ورانولو تيره کړه.

دوى وايي په شمالي وزيرستان کې د روغتيايي مرکزونو کمښت واردمخه ډير احساسېدۀ.

د پاکستاني پوځ له لورې او يا هم د سياستوالو له خوا تر اوسه په دې باب څه نه دي ويل شوي.

ځايي خلک وايي د پاکستاني پوځ له لورې پر خصوصي جايدادونو باندې دغه ډول بريد په شمالي وزيرستان کې سارى نه لري.

دوى په دغه بريد سخت غصه شوي دي.

دوى وايي که چيرې پاکستاني پوځ د توغنديو په باب قهريدلى و بايد له ځايي خلکو سره يې پرې خبرې کړې واى.

د ميرانشاه خلک دا هم وايي چې ځايي چارواکو يا پوځي کسانو د ودانيو د نړيولو تر چارو وړاندې خلکو ته ويلي واى.

د ځايي خلکو په وينا پوځيانو يوازې خلک له ودانيو وايستل او په ورانولو يې لاس پورې کړ.

د سولې تړون

پاکستان په ٢٠٠٧ کال کې د شمالي وزيرستان له طالبانو سره د سولې تړون لاسليک کړى و.

له هغه راهيسته دغلته پر پاکستاني پوځ بريدونه ډير نه دي شوي.

څو ورځې وړاندې د جنوبي وزيرستان په پوله رزمک ته څېرمه پر پاکستاني پوځ بريد شوى و چې لږ تر لږه درې عسکر يې وژل شوي وو.

د رپوټونو ترمخه په شمالي وزيرستان کې د جلال الدين حقاني په مشرۍ د حقاني شبکې غړي دېره دي.

واشنگټن او کابل په پرله پسې توگه له اسلام اباده غواړي چې پر دغو طالبانو بريد وکړي خو پاکستان تر اوسه دغه غوښتنې نه دې منلي.