ځانمرگي په سوابۍ کې پخوانى چارواکى وواژۀ

پښتونخوا د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په پښتونخوا کې په پرله پسې توگه سياستوال ځانمرگو بريدونو په نخښه کړي دي

دا بريد د خيبر پښتونخوا له مرکز پېښوره ١٠٢ کيلومتره ليرې په سوابۍ کې وشو.

ځانمرگي د خيبرپښتونخوا مخکينى چارواکى او د عوامي نشنل گوند غړى حنيف خان گدون او د هغه ساتونکى ووژل او نهه کسه نور يې ټپيان کړل.

پوليس وايي حنيف خان گدون له جوماته راووت چې ځانمرگي ځان وچووۀ.

دا جوته نه ده چې ځانمرگي ولې حنيف خان گدون په نخښه کړى دى خو گنگوسې دا دي چې د عوامي نشنل گوند غړي تل د اورپکو له خوا په نخښه شوي او دى هم له همدې امله وژل شوى دى.

عوامي نشنل گوند په خيبر پښتونخوا صوبه کې ايالتي حکومت پر مخ بيايي.

يوۀ پوليس خبري اژانسونو ته وويل چې ځانمرگى پلى و.

په دې بريد کې حنيف خان گدون ځاى پر ځاى ووژل شو او ساتونکي يې په روغتون کې ساه ورکړه.

عوامي نشنل گوند په خيرب پښتونخوا ايالت کې له اورپکو سره د خبرو اترو له لارې د مسايلو د حل ملاتړ کاوۀ.

دوى په سوات کې هم تر هغه وړاندې چې پاکستاني پوځ عمليات وکړل د سولې تړون ته لار هواره کړې وه.

خو پاکستاني طالبانو په پرله پسې توگه د دوى چارواکي او لوړ پوړي سياستوال په نخښه کړي دي.