روسيه: پر ايران بريد به جدي تېروتنه وي

ايران
Image caption ايرانيان د نړيوالو خبرې بابيزې بولي او امريکا ضد مظاهرو او نورو څرگندونو کې يې ښکاره وايي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگې لاورف وويل ، ديپلوماسي د ايران د اټومي لانجې د هوارولو يوازينۍ لاره ده.

دغه څرگندونې وروسته له هغې راځي چې د اسراييلو ولسمشر شيمون پريس وويل د ايران پرضد د يوه بريد امکانات ډير شوي دي.

اټکل کيږي چې د نړۍ اټومي اداره روانه اوونۍ کې ووايي چې ايران په پټه د اټومي وسلو د جوړولو خپله وړتيا ډيروي.

د بي بي سي نيک چايلډ په دې اړه ليکي چې يو وار بيا د نړيوالو پام د ايران د اتومي فعاليتونو له ډيره وخته پاتې لانجې ته اوښتى دى، دليل يې څرگند نه دى چې ولې بيا دا کار شوى دى.

رپوټونه ښيي چې په دې موضوع به د نړيوالې اتومي انرژۍ د ټولنې وروستى رپوټ په دې اوونۍ کې داسې نوي جزييات وړاندې کړي چې هغه قضيه به پرې لا ټينگه شي چې ويل يې ايران د اتومي وسلو پروگرام تعقيبوي.

تهران لا هم دا خبرې ردوي او وروستۍ گنگوسې هم نه مني.

ويل کيږي چې د نړيوالې اتومي انرژۍ په نوي رپوټ کې داسې شواهد شامل شوي چې وايي ايران يو لوى کانتينر جوړ کړى چې ښايي ازمېښتي لوښى وي چې د اتومي توکي د چوونې ازمېښت پکې وشي.

دغه راز نور معلومات هم په دې رپوټ کې شته چې د نورو اتومي وسلو له طرحې سره تړاو لري.

خو لويديځ مامورين مني چې په دې نوي رپوټ کې داسې څه نشته چې خاورې د چا په سترگو کې واچوي او يا بالکل نه ردېدونکي شواهد وي.

خو بيا به هم لويديځ حکومتونه او اسرايل له دې نوي رپوټه په کار اخيستو غواړي چې نور وهڅوي چې پر ايران ديپلوماتيکي فشار ډير کړي.

خو ايا تر دې ورهاخوا هم څه شته؟

په اسراييلو کې نوې گنگوسې دا دي چې حکومت دغلته پر ايران واردمخه پوځي بريد ته پلان جوړوي او چمتووالى کوي.

د ولسمشر شېمين پېرز څرگندونو خبره لا توده کړې ده.

کله چې د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرگې لاوروف څخه پر دغو ټولو خبرو د غبرگون غوښتنه وشوه نو ويې ويل چې دغه ډول گام به لويه تېروتنه وي.

دا ټولې خبرې ښايي سياسي او ديپلوماتيک دريځ خپلول او ځان ښوول وي.

خو ايا په رښتيا په تېره بيا په اسرايلو کې کومه نوې اندېښنه شته؟

د نړيوالې اتومي انرژۍ د ټولنې رپوټ ښايي لا هم گڼې پوښتنې بې ځوابه پريږدي او د ايران په باب به لا هم استخباراتي حسابونه بدل نه کړي چې کله به د اتومي بم څښتن کيږي.

خو بې له شکه چې له دې رپوټ سره د ايران د اتومي انرژۍ مساله يو وار بيا په اجندا کې شامله شوه.