د ايران پر اتومي پروگرام رپوټ متضاد غبرگونونه پارولي

ايران
Image caption ايراني چارواکي د ملگرو ملتونو وروستى رپوټ هم ردوي

د ايران پر اټومي پروگرام د ملگرو ملتو وروستي رپوټ د سترو اټومي ځواکونو متضاد غبرگونونه راپارولي دي.

په دغه رپوټ کې د اټومي څار نړيوالې ډلې ويلي چې ايران پر داسې هڅو بوخت و چې د اټومي وسلو له جوړولو سره تړاو لري. امريکا په همدې پلمه پر ايران د نورو بنديزونو احتمال ياد کړى، خو روسيې د ايران د اټومي رازونو دا ډول برسېره کول غندلي او هغه يې د ترينگلتيا نوې سرچينه بللې ده.

د ملگرو ملتو رپوت که څه هم د ايران له خوا، له پوځي موخو سره د تړلو تجربو يادونه کړې، خو دا يې په رسا ټکو کې نه دي ويلي چې ايران پر اټومي وسلو کار کوي.

په ډېپلماتيکو چارو کې د بي بي سي خبريال جاناتن مارکس د ايران پر اټومي پروگرام د ملگرو ملتو د اټومي څار ډلې – IAEA – وروستى رپوټ ارزولى دى.

دى وايي په رپوټ کې کارېدلي ټکي وچ او له احتياطه ډک دي، خو د ايران پر اټومي پروگرام پکې کلک تور لگېدلى دى.

لږ تر لږه تهران له يوې ځوروونکي قضيې سره مخامخ دى چې ځوابول غواړي.

د اټومي څار ډلې په باور، ايران په قوي احتمال د اټومي بم د جوړولو چلونه پلټلي چې د اوږده واټن پر يوه توغندي يې ولگوي.

دا موضوع د اوږدې مودې لپاره د تورونو او متقابلو تورونو سرچينه وه.

البته چې د ايران ټينگار دادى چې هېڅ ډول پوځي اټومي پروگرام نه لري او وايي چې ټولې اټومي هڅې يې يوازې او يوازې د ناپوځي موخو لپاره دي.

خو د اټومي څار دنړيوالې ټولنې يا IAEA اندېښنې بل ډول دي.

احتمالي پوځي اړخونو

دا اداره د خپاره شوي رپوټ له مخې ، "د ايران په اټومي پروگرام کې د احتمالي پوځي اړخونو په اړه جدي اندېښنې لري".

څار ډلې خپلې دا اندېښنې په هغو دولسو پاڼو کې يادې کړي چې د رپوټ د ضميمې په توگه خپرې شوې دي.

په دې کې د بمي اجزاوو له طرحې او تاييد نه نيولې د پټاکيو تر نښلولو او د اوږده واټن پر يوه توغندي تر لگولو پورې پړاوونه ياد شوي دي.

اټومي څار ډله مني چې ځينې دا چارې په ملکي اټومي برخه کې هم کارېدلى شي، خو نورې يې نه شي.

د څار ډلې د رپوټ دومره بشپړتيا پخپله قانع کوونکې ده.

داسې برېښي چې څار ډله په دې سره دا ويل غواړي چې که ايران په دومره ډېرو برخو کې دومره بېلابېلې پلټنې کوي او بيا يې سره يو ځاى کوي، نو که دا د اټومي وسلو لپاره نه وي، بل څه پرې کوي؟

د اټومي څار ډلې له خوا د ايران خلاف د دومره مفصلې دوسيې جوړول يو ناندره ييز کار بلل کېږي. يوازې روسيه نه ده، ځينې نور غړي يې هم پر دې ناخوښه دي.

اوس به دا رپوټ له يوې اوونۍ نه په لږه موده کې د څارډلې د مشرتابه جرگه گۍ ته وړاندې کېږي.

همدوى به پرېکړه کوي چې څه ورسره وکړي: ايران يو ځلې بيا د ملگرو ملتو امنيت شورا ته ورمخامخ کړي او که يو بل چانس هم ورکړي چې د خپلو پېچلو او پټو هڅو سپيناوى وکړي؟