استراليا وايي سېگريټ دې بې رنگ او نښانه وي

ډبي
Image caption استراليا غواړي د سېگريټو په ډبيو داسې عکسونه وي چې څکوونکي زړه توري کړي

اسراليا د نړۍ لومړنى هيواد دى چې د سېگريټو په ډبيو باندې يې د توليدونکو نوم او نښان بند کړى دى.

له نوي ميلادي کاله وروسته به په استراليا کې پلورل کيدونکي ټول سېگريټ ډبي تور بخونى زرغون رنگ لري او او داسې زړۀ بوږنونکي عکسونه به پرې وي چې له دغه عمله د انسان روغتيا ته اوښتي زيانونه به ښيي.

شرکتونه وايي دوى به د دې نوې تگلارې پر ضد مبارزه کوي ځکه چې د دوى په وينا دا د دوى سوداگريز حق تر پښو لاندې کوي.

په سډني کې د بي بي سي خبريال ډنکن کنډي وايي د سېگريټو د نويو ډبيو کچه او سايز هغسې دى لکه د پخوانيو هغو خو د دواړو ترمنځ ورته والى په همدې ځاى پاى ته رسيږي.

له نوي قانون سره سم به ټول نوي ډبي تور بخون زرغون رنگ لري.

د توليدونکو ځانگړي رنگونه او نښانونه به پرې نه خپريږي.

په ډبيو به داسې زړۀ بوږنوونکي عکسونه وي چې خلک به د سېگريټ د څکولو له امله به د انسان روغتيا ته اوښتي تاوانونه ښه په گوته کوي.

د استراليا حکومت وايي دا قانون په دې هيله جوړ شوى چې د سېگريټ جوړونکو شرکتونو له لاسه د سېگريټو د اعلان وروستۍ وسيله هم واخلي.

خو هغه شرکتونه وايي په دې ډول له دوى څخه سوداگريز حق اخيستل کيږي.

ساينس ثابته کړې ده چې د سېگريټو له کارولو بيلا بيلې ناروغۍ پيدا کيږي چې په هغو کې د سرطان وژونکې ناروغي هم شامله ده.

د نړۍ نژدې ټولو هوايي شرکتونو د الوتنو پر وخت د سېگريټو په څکولو بنديز لگولى دى.

ډيرو هيوادونو په دفترونو، اورگاډيو، بسونو، ټکسيانو، رستورانونو او نورو داسې ځايونو کې چې خلک په يوه خونه کې سره ناست وي د سېگريټو په څکولو بنديز لگولى دى.

ځينو د سېگريټو بيه په دې هيله لوړه کړې چې څکوونکي ترې وگرځوي.

د سېگريټو پر اعلانونو باندې هم په ډيرو هيوادونو کې بنديز لگيدلى دى.