هندي او پاکستاني لومړيو وزيرانو "خوږې" خبرې وکړې

سينگ او گيلاني
Image caption د هند او پاکستان لومړيو وزيرانو د يو بل په باب ډيرې خوږې خبرې وکړې

د هند او پاکستان لومړيو وزيرانو منلې چې د دواړو هيوادونو د اړيکو د ښه کيدا لپاره دې نوى فصل پرانيستل شي .

دا اړيکي درې کاله وړاندې تر ټولو بد حالت ته هغه وخت ورسيدې چې په ممبۍ باندې پاکستان مېشتو اورپکو بريد وکړ.

پاکستاني او هندي مشرانو په مالديپ کې د سويلي اسيا د همگټو هيوادونو د ټولنې د سرمشريزې په ترڅ کې جلا سره وليدل.

په دغه سرمشريزه کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزى هم گډون کوي.

د بي بي سي چارلز هيويلنډ په دې سرمشريزه ليکي چې له خبرو اترو وروسته لومړيو وزيرانو منموهن سينگ او يوسف رضا گيلاني د يو بل په باب خورا خواږۀ توري وکارول.

ويل شوي چې د دواړو مشرانو په خبرو کې پر بيلا بيلو مسايلو رڼا واچول شوه.

ښاغلي سينگ وويل تر ليدو وروسته يې پر يوسف رضا گيلاني باندې باور لا پوخ شو چې دى د سولې سړى دى.

ښاغلي گيلاني وويل لرومړى وزير سينگ " پرانيستى" سړى دى چې د ترهگرۍ په شمول د دواړو هيوادونو ترمنځ پر گډو ټولو مسايلو باندې خبرو ته چمتو دى.

په دغو ستونزو کې د کشمير لانجه او د اوبو او سوداگرۍ مسايل شامل ول.

ممبۍ

په ٢٠٠٨ کال کې پر ممبۍ باندې تر بريد وروسته چې ١٦٦ کسان پکې ووژل شول د هند او پاکستان اړيکي ډيرې خړې پړې شوې.

خو په مالديپ کې د دغو خبرو په څير ځينې هڅې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه کيدا په برخه کې مرسته کوي.

په دې وروستيو کې ځينو پېښو د دواړو هيوادونو ترمنځ باور ډير کړى دى.

پاکستان د هند يوه چورلکه او د هغې کارکوونکي تر هغه وروسته سم لاسي خپل هيواد ته وسپارل چې په تېروتنه د دوى خاورې ته اوښتي وو.

دواړه لومړي وزيران اوس وايي چې د خبرو اترو له لارې د پخو نتايجو د ترلاسه کولو وخت رارسيدلى دى.

د پکستان د کورنيو چارو وزير رحمان ملک ورځپاڼه ليکوونکو ته وويل دى په دې باور دى چې پاکستاني اورپکى اجمل قصاب چې د ممبۍ په پېښو کې په لاس لرلو تورن شو، ترهگرى دى او بايد اعدام شي.

اجمل قصاب اوس د اعدام پر ضد د هند يوې محکمې ته اپيل کړى دى.

اسامه بن لادن

کله چې بي بي سي له ښاغلي ملک څخه وپوښتل چې پاکستان اسامه بن لادن ته پناه ورکړى وه که ده، پاکستاني وزير په بشپړه توگه دا خبره رد کړه او ويې ويل چې دا ډير غلط تور دى.

رحمن ملک وويل د پاکستان په اداره، حکومت او استخباراتو کې هيڅوک هم د اسامه بن لادن پر شته والي تر هغو خبر نه وو چې په ايبټ اباد کې ووژل شو.

خو دۀ زياته کړه چې د ترهگرۍ پر ضد مبارزې ته د يوې گډې تگلارې شته والى ضرور دى.

د سارک په سرمشريزه کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزى او د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمى رسول هم گډون کوي.

د سارک ټولنه د ١٩٨٥ کال څخه راهيسته فعاله شوې ده خو افغانستان پکې په دې وروستيو کې غړيتوب وموند.

د چارشنبه په ورځ کابل ويل چې ولسمشر کرزى به په دې سرمشريزه کې د افغانستان د امنيت په برخه کې له غړو هيوادونو مرسته غواړي.