د چاپېریالي بدلون لپاره د پیسو په ورکړه کې بیړه پکار ده

کابل
Image caption په دې وروستیو کلونو کې د نړۍ د ګڼو هېوادونو چاپېریال ډېر ککړ شوی دی.

د هغو ۲۰ هېوادو ډلې چې چاپېريال کې د بدلون له امله لوى خطر سره لاس او ګرېوان دي، د دې غوښتنه کړې چې له بدلېدونکي چاپېريال سره د مقابلې لپاره دې د بېلو شوو پيسو په ورکړه کې بيړه وشي.

د بنگله ديش په پلازمينې ډاکه کې په دې اړه دوه ورځني سيمنار ته د بنگله ديش وزير ډاکټر حسن محمود وويل ۲۰۰۹ کال کې د کوپنهاگن په کانفرانس کې چې خوارو هېوادو سره ده د دېرش ميليارډ ډالرو ژمنه شوې وه يواځې لس سلنه يې ورکړل شوي دي.

د چاپيريال د چارو پوهان خبردارى ورکوي چې بنگله ديش کې د سمندر کچه کې يو متر لوړوالی به د دغه هېواد پنځلس سلنه خاوره تر اوبو لاندې شي چې له امله يې په ميلونونو کسان بې کوره کېدى شي. د بي بي سي خبرياله فرحانه حيدر په خپل راپور کې وايي:

تېر کال د اسيا په بېلابېلو برخو کې څه د پاسه ۳۰ مليون وګړي د له چاپېريال او هوا سره تړلو ناورينونو له امله له خپلو کورونو او مېنو بې ځايه شول.

د اقليم دغه ډول کډوالو په اړه اټکل دا دی چې په راتلونکي کې به د دوی شمېر يوازې زياتېږي. په لس ګونو مليون وګړي به امکان لري د سمندر کچې لوړېدا، سېلابونه، وچکالۍ او د کرنيز توليد کمښت په ګډون د اقليمي بدلون د اغېز له امله په ورته توګه بې ځايه کېږي.

دا حيرانوونکې شمېرې د دې لا مل دی چې د بنګله دېش، بوتان او ماديووز په ګدون د اقليمي بدلون تر ټول زيات زيانمنونکي هېوادونه پر شتمنو هېوادونو غږ کوي چې د اقليمی بدلون غم خوړنې په موخه د دوی هلو ځلو کې زياته پانګه او د ټکنولوژۍ ملاتړ برابر کړي.

دوی له دغو شتمنو هېوادونو غواړي د هغې ځانګړې پانګې بيړنۍ څارنه وکړی چې د اقليمي بدلون خبرو په مخکينيو دورو کې له بېوزليو هېوادونو سره د مرستې لپاره ټاکل شوې وه.

ډاکټر حسن محمود د بنګله دېش چاپېريال او ځنګلونو لپاره ددولت وزير دی. دی وايي د دغو خبرو موخه د پيسو له ژمنو ور اوړي:

"زموږ هدف يوازې د پيسو راغونډول نه دي، زموږ موخه د مځکې ژغورل دي."

له اقليمي بدلون تر ټوول زيات زيانمنونکي هېوادونه له دې ننګونې سره مخامخ دي چې د راتلونکيو ۵۰ کلونو په اوږدو کې چې د سمندر کچه به تر يوه متره لوړېږي، ګڼ شمېر وګړي نورو خوندي ځايونو ته ولېږدوي.

دا به پر هغو ۱.۵ مليارډ وګړيو ژورې اغېزې پرېږدي چې په سمندرغاړو سيمو کې ژوند کوي.

دغه هېوادونه له پرمختلليو هېوادونو د تاوان او بدل پيسې غواړي، چې د دوی په وينا د لوړې کچې کاربون وتنې پړه پر غاړه لري.

دوی دليل وايي که څه هم کاروپوهانو خبرداری ورکړی د اقليمي بدلون اغېز کېدی شي د بنګله دېش په څېر هېوادونو لپاره چې سمندرغاړې سيمې تر اوبو لاندې شوې، ناوريني پايلې ولري، پرمختللي هېوادونه پوره مالي تاوان او مشرتابه نه برابروي.

ورته مطالب