روسيه: د تاجکانو د نيولو ځانگړې هڅه نه لرو

تاجک کډوال
Image caption تاجک کډوال وايي په روسيه کې يې پوليس په عذابوي

د روسیې ولسمشر ديمتري ميدوېدېف دا خبره رد کړې چې ګواکې په تاجکستان کې د یوۀ روسیې پېلوټ له محکومیدو وروسته په مسکو کې د سلګونو تاجکانو د نیولو هڅې پيل شوي دي.

خو په مسکو کې د تاجک کارګرو یوۀ استازي ادعا کړې ده چې روسي پولیسو ته امر شوی چې پر تاجکانو رحم ونه کړي.

په مسکو کې د بي بي سي خبریال دانیل ستنډفورډ ليکي کله چې روس پيلوټ د الوتکې د تېلو تر خلاصېدو وروسته تېر پسرلى په تاجکستان کې راکوز شو، نو دې پېښې ته د چا دومره پام وا نه وښت.

خو کله کله چې دى- ولاديمير سادوفنيچي- تېره اوونۍ پړ وبلل شو، د روسيې قهر راوپارېد.

دلته و چې د تاجک مهاجرو کارگرو ټولول پيل شول.

د يوې وروستۍ شمېرې له مخې د هغوى درې سوه په مسکو کې نيول شوي دي.

د مهاجرت فدرالي اداره وايي چې د دغو نيونو او د روس پيلوټ د بند تر منځ تړاو نشته او د نيول شويو شمېر د نورو کلونو د دې مهال شمېرو ته ورته دى.

خو د تاجک مهاجرو کارگرو د ډلې مشر وايي چې دا د روسيې له خوا "د زور ښودل" دي او پوليسو ته ويل شوي چې "هېڅ رحم دې نه کوي".

ولسمشر ديمتري ميدوېدېف دا خبره رد کړې چې گنې د تاجکانو د ټولولو لپاره دې کومه ځانگړې هڅه پيل شوې وي.

ورته مطالب