دوديزه لويه جرګه د پاکستان د سیاسي ګوندونو له نظره

د لويې جرګې کيږدۍ
Image caption قاضي حسين احمد وايي د امريکا له شتون نه د غلامۍ بوی خېژي، افغانان بايد خپل برخليک پخپله وټاکي

دا اوونۍ په افغانستان کې په دوديزه لويه جرګه کې د ګډونوالو ترمنځ د بحث اصلي موضوع د افغانستان او امريکا ترمنځ ستراتيژيک تړون دی.

د همکارۍ دغه سند په کور دننه او هم له افغانستان نه بهر پلويان او مخالفان لري.

موږ د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د امريکا د حضور په اړه د پاکستان د ځينو ګوندونو د سياستوالو غبرګونونه راټول کړې دي:

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعيت علمای اسلام ګوند وياند سناتور مولوي ګل نصيب خان

امريکا په افغانستان او سيمه کې د خپل شتون لپاره پلمې جوړوي. هر څومره چې امريکا په افغانستان کې پاتې شي په هماغه کچه جګړه اوږدېږي.

د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند وياند زاهد خان

زه د يوه استازي او د سيمې د يوه کارپوه په توګه وايم چې افغانستان زموږ ګډ کور دی او هېڅکله نه غواړو چې يو بهرنی ځواک دې په افغانستان کې پوځي اډې ولري.

موږ افغانان د يوه ازاد ملت په توګه پېژنو، ځکه چې دا ازادي د افغانانو افتخار دی او د همدې له امله دا درې لسېزې کېږي چې قربانۍ ورکوي.

ولې له دې دومره قربانيو سره سره بيا يوه پردي ته پوځي اډې ورکړي، دا جفا ده.

اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۰زره امريکايي ځواکونه مېشت دي، خو تر اوسه د امنيت په راوستو نه دي توانېدلي.

د حل يوازينۍ لار دا ده چې د ترکيې، بنګلدېش او نورو په ګډون د اسلامي هېوادونو سرتېري د ناټو ځواکونو ځای ونيسي.

دوی دې د هېواد امنيتي کنټرول پخپل لاس کې واخلي، بيا دې ازاد او عادلانه انتخابات وشي.

د نواز شريف په مشرۍ د مسلم ليګ د دفتر مشر ظفر اقبال جګهړا

هغه مهال چې امريکا له افغانستان نه د خپلو ټولو ځواکونو د وېستو اعلان وکړي، په هماغه شېبه په افغانستان کې د جنګ پلمه ختمېږي.

ما تل ويلي تر هغه چې په افغانستان کې بهرني عسکر وي، هيڅکله به افغانستان او سيمه په کراره نه شي او د افغانستان کړکېچ به حل پيدا نه کړي.

ځکه له خلکو سره دا مفکوره ده چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه دي او پر موږ بهرنی حکومت واک چلوي.

څومره چې ژر کېدی شي امريکا بايد افغانستان پرېږدي او هغه مهال چې امريکا په رېښتيني ډول دغه اعلان وکړي، هماغه وخت د افغانستان مساله حل ده.

د نشنل پارټۍ (عوامي ګوند) لوړپوړی چارواکی هاشم خان بابر

په افغانستان کې د امريکا حضور يو ضرورت دی. له موږ نه او يا هم د افغانستان له حکومت نه د افغانستان خلک ډېر هوښيار دي، هغوی ښه پوهېږي چې څه ډول پرېکړه وکړي.

په افغانستان کې د امريکا شتون نه يوازې دا چې د افغانستان په ګټه دی، بلکې د پاکستان لپاره هم ګټې لري.

د پيپلز(شېرپاو) ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو

له تېرو لسو کلونو راهيسې چې امريکا ونه شو کړای په افغانستان کې امنيت راولي په ځانګړي ډول د پښتنو په سيمو کې له دې وروسته به يې څنګه راولي.

په افغانستان کې د امريکا شتون او يا نه شتون په دغه هېواد او سيمه کې د امنيت لپاره ګټور نه دی.

زما په فکر څومره چې ژر کېدای شي امريکا دې له افغانستان نه ووځي، ځکه په افغانستان کې يې د پاتې کېدو لپاره هېڅ دليل نه شته

د محمود خان اڅکزي په مشرۍ د پښتونخوا عوامي پارټي د دفتر مسوول مختار يوسفزی

افغانستان په يوه داسې وضعيت کې ده چې يو شمېر ګاونډيان يې په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.

په افغانستان کې د امريکايي پوځي اډو شتون اړين دی.

تر هغه ځايه چې زه فکر کوم په افغانستان کې د امريکا حضور يوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې د پاکستان لپاره هم ګټې لري.

د جماعت السلامي ګوند پخوانی مشر قاضي حسين احمد

څوک وايي چې امريکا په افغانستان او سيمه کې امنيت راولي او په سيمه کې د امريکا شتون زموږ په ګټه دی، او يا دا چې وايي موږ پرته د امريکا له حضوره اصلآ ژوند نه شو تېرولی.

د امريکا له شتون نه د غلامۍ بوی خېژي. افغانان بايد خپل برخليک پخپله وټاکي.

که هغه طالب دی او يا له افغانستان نه بهر افغانان دي او يا په افغانستان کې د ننه افغان دی، ټول دې سره کېني،يوه داسې کړنلاره دې جوړه کړي چې د ټولو ډلو او ګوندونو سلا پرې راشي.

ورته مطالب