"پخلاينه او عمليات په يو وخت ناشونې دي"

Image caption مولوي فقير وايي د دې لپاره چې پر حکومت باور زيات شي، بايد حکومت د طالبانو پر وړاندې بريدونه ودروي.

د پاکستاني طالبانو د تحريک مرستیال او په باجوړ کې د وسله والو طالبانو مهم قومندان مولوي فقير محمد ويلي که حکومت د سولې د خبرو لپاره رېښتونی وي، نو د طالبانو پر ضد دې هر ډول عمليات ودروي.

ويل کېږي چې ده د افغانستان له یوه نامعلوم ځايه بي بي سي ته ويلي، داسې نه کېږي چې حکومت دې د پوځي عملياتو تر څنګ د سولې د خبرو بلنه هم ورکړي.

ده ويأي په يوه وخت د پخلاينې او د عملياتو د دوام خبره د حکومت احمقانه پاليسي ده.

مولوي فقير محمد څرګنده کړه د دې لپاره چې پر حکومت باور زيات شي، بايد د تندلارو پر ضد هر ډول بريدونه بند کړي.

خو ده په مشخص ډول ونه ويل چې له حکومت سره خبرو ته چمتو دی که نه. له دې وړاندې وسله والو طالبانو له حکومت سره خبرې کول رد کړي وو.

مولوي فقير محمد دا هم ويلي هر هغه څوک چې د اسلامي نظريې او اسلامي هېواد ملاتړ کوي، نه دا چې طالبان له دوی سره درېږي، بلکې د هغوی دفاع هم کوي.

د طالبانو له دغه مشر نه د بيا بيا پوښلو سره سره هغه دا واضحه نه کړه چې د دغو خبرو اشاره يې چاته ده، کوم سياسي ګوند او يا کوم سياسي شخصيت ته ده.

خو ظاهرآ داسې برېښي چې د ده اشاره د تحريک انصاف مشر عمران خان وروستيو هغو څرګندونو ته ده چې وېلي يې دي ؛ هغه لبرال يا ازاد خياله دی او د طالبانو پلوي نه دی؛

مولوي فقير زياته کړه که حکومت د کفري ځواکونو په وينا په ؛مجاهدينو؛ خپلو بريدونو ته دوام ورکړي او طالبان هم د خپلو عملياتو پر مهال د ولسي زيان پروا ونه ساتي نو دا به د اسلامي امت د مايوسۍ لامل وګرځي.

بل خوا د حکومتي چارواکو له لوري وروستۍ څرګندونو نه ظاهرآ داسې برېښي چې حکومت له تندلارو په ځانګړي ډول د طالبانو له تحريک سره خبرې، خپلو شرايطو ته په کتو کوي.

انګېرنه دا ده چې حکومت وايي که طالبان د دوی په خوښه خبرې کوي، نو سمه ده او که نه د خبرو هېڅ اړتيا نه شته.

د کورنیو چارو وزير رحمن ملک په وروستیو ورځو کې دوه درې ځله دا خبره تکرار کړه چې ؛ طالبان دې لومړی وسلې پر ځمکه کېږي، وروسته له دوی سره خبرې کېدای شي.

ورته مطالب