جنوبي وزيرستان کې بې پيلوټه۱۲ کسه وژلي

Image caption له تېرو څو کلونو راهيسې په شمالي او جنوبي وزيرستان د ډرون په لسګونو بريدونه شوې دي.

د پاکستان له قبايلي سیمې جنوبي وزيرستان نه راپورونه وايي چې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په يوه بريد کې ۱۲ کسه وژل شوې دي.

يوه حکومتي چارواکي بي بي سي ته وويل بريد د باړبړا په کلي شوی او دغلته درې توغندي توغول شوې دي.

دغه چارواکی وايي مخکې له دې چې پر يوه کور توغندي وتوغول شي، دغه کور ته په موټر کې ځينې کسان ورغلي چې له وړاندې هم خلک په کې وو.

دی وايي ډرون يا بې پيلوټه الوتکې دوه توغندي پر کور او يو پر موټر توغولي چې له امله يې ۱۲ کسه وژل شوې دي.

ويل کېږي چې د وژل شويو ډېری يې غېر ملکي وګړي دي.

تېره ورځ د شمالي وزيرستان په ميرانشا په بازار کې د ډرون په يوه بريد کې پنځه کسه ووژل شول.

ځايي چارواکو ویلي چې وژل شوي پنځه واړه اورپکي وو.

سږ کال امريکا پرته له دې چې لومړی پاکستان ته خبر ورکړي، وسله وال طالبان او القاعده په نښه کوي.

د پاکستان ډېری سياسي ګوندونه او خلک په دغه هېواد کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو بريدونه د خپل هېواد پر وړاندې تېری بولي.

دوی وايي په دغو بريدونو کې له اورپکو زيات زيان ولسي خلکو ته ور اوړي.

ورته مطالب