ستاسې غږ: له امریکا سره ستراتیژيک تړون او د ولسمشر کرزي شرطونه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
Image caption ولسمشر کرزی وايي افغانستان به د ملي حاکميت په تاوان ملګرتيا ونه زغمي. ستاسو غږ د جمعې په ورځ هم ځانگړې خپرونه پرې خپروي

په کابل کې د افغانستان او امريکا د امکاني ستراتيژيک تړن او سولې د پروسې په اړه دوديزه لويه جرګه روانه ده.

ولسمشر کرزي په خپله پرانستونکې وينا کې له امريکا سره د ستراتيژيک تړون او په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د اوږد مهالي شتون په اړه يو شمېر شرطونه وړاندې کړل.

نوموړي وويل چې امريکا به د افغانانو نيول دروي، زندانونه او بنديان به افغان حکومت ته سپاري او له حکومت سره به موازي ادارې ختموي.

ښاغلي کرزي زياته چې د افغانستان د ملي حاکميت او استقلال په تاوان به ملګرتيا ونه زغمي.

له امريکا سره د ستراتيژيک تړون په اړه د ولسمشر کرزي دغه شرطونه ستاسې لپاره څومره قانع کوونکي دي.

ورته مطالب