اوباما استراليا ته د امريکايي پوځيانو اعلان وکړ

اوباما
Image caption ولسمشر اوباما استراليا ته د سفر پر وخت د پوځيانو د ځاى پر ځاى کيدا خبره وکړه

د امريکا د پوځي مېشتېدنې يوه بله مساله په استراليا کې راپورته ده چې هلته يې گاونډيان هېښ کړي دي.

واشنگټن غواړي خپل دوه نيم زره عسکر په استراليا کې ولري چې چين ورته له همدا اوسه شکمن کتلي دي.

د پوځونو د ځاى پر ځاى کولو اعلان ولسمشر بارک اوباما د آستراليا پلازمېنې- کانبېرا ته په رسېدو وکړ.

هغه وويل غواړي د آسيا اوقيانوسيه په ټوله سيمه کې خپلې ژمنې "پياوړې کړې".

خو لکه چې په دفاعي چارو کې د بي بي سي خبريال جاناتن مارکس وايي، که د امريکا دا گام د دوستانو لپاره خوشحالوونکى دى، ښايي د چين زړه ور بد کړي.

ولسمشر اوباما استراليا کې د امريکا د پراخې پوځي ښکېلتيا د پيل اشاره کوله.

پيل

د امريکا سلگونه سمندري پوځيان واردمخه دغلته ځاى په ځاى شوي چې راتلونکي کې به دغه شمير دوه زره پنځه سوو ته پورته شي.

دوى به د استراليا په شمال کې به د دې هيواد په پوځي اډوکې ځاى په ځاى شي.

امريکايي الوتکې او پوځي بيړۍ به هم د استراليا له دغو تاسيساتو گټه اخلي.

له پوځي پلوه دا يو کوچنى پيل دى.

خو دا د يوه پراخ بهير چې امريکا غواړي، منځني ختيځ اوافغانستان ته د يوې لسيزې پاملرنې وروسته ، بيرته آسيا اوقيانوسيه ته خپل پام و رواړوي، يوه برخه ده .

د دې خبر په اړه له احتياطه ډک ، خوبيجنگ کې منفي غبرگون ښوول شوى.

چين

د امريکا د بهرنيو چارو د وزيرې هيليري کلنتن د هغې غوښتنې په اړه چې بايد جنوبي اسيا کې ټولې لانجې له گواښنې پرته هوارې شي، د چين ځواب ډير په زړه پورې وو.

د چين د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند وويل بهرنۍ مداخلې او يا د نا اړوندو هيوادونو مداخلې د دغو لانجو له هوارولو سره مرسته نه کوي.

خو په داسې يوه حالت کې چې د چين پوځي وړتيا وده کوي د بيجينگ خلاف بيا ډير نور هيوادونه د امريکا متحده ايالاتونه له سيمې سره تړلى يو هيواد بولي.

په دې برخه کې بنسټيز توپيرونه دي.

پوښتنه اوس دا ده چې آيا بيجينگ يو اقتصادي سيال دى اوکه يو گواښ؟

سيمه کې د ډيرو هغو هيوادونو له لوري چې آسيا اوقيانوسيه ته د امريکا د بيرته گرځيدنې هرکلى کوي، ځواب دوه گونى دى، هم يې سيال بولي او هم يې گواښ .

ورته مطالب