په بلوچستان کې د دريو بې درکه کسانو مړي موندل شوي

بلوڅ د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په تېرو کلونو کې په بلوچستان کې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي

د بلوچستان په بېلا بېلو برخو کې د دريو نورو لادرکه کسانو مړي موندل شوي دي.

د بلوڅانو ملت پاله ډلو ويلي د لا درکه بلوڅانو د موندل شويو مړيو شمېر له دريو سوو اوښتی دی.

بلې خوا ته په مستونګ کې ناڅرګنده وسله والو کسانو په افغانستان کې دناټو ځواکونو لپاره په تېلو بار دريو نورو ټانکرانو ته اور اچولی دی.

د بلوچستان سمندر ته څېرمه په پسنۍ سيمه کې ځايي عسکرو د يکشنبې /اتوار په ورځ د دوو کسانو مړي موندلي او د پېژندګلوۍ لپاره يې ځايي روغتون ته رسولي دي.

له پېژندنې وروسته پوليسو موندلې چې يو کس د ګوادر اوسېدونکی او بل د تربت و.

دغه دواړه کسان دری مياشتې مخکې له تربت څخه ناڅرګنده وسله والو کسانو تښتولي او ورسته يې پر سر او سينه په ګوليو ويشتلي وو.

وروسته بيا ځايي پوليسو دواړه مړي د دوی خپلوانو ته سپارلي دي.

دغه ډول د شنبې /خالي په ورځ په کوټه کې ځينو ناڅرگنده کسانو يو کس تښتولی و، چې بيا يې مړی په کچلاغ کې موندل شوی دی.

ملتپاله بلوڅان وايي د بې درکه بلوڅانو د مړيو موندل کېدو لړۍ چې د تېرکال په جولای کې پيل شوې وه، تر اوسه روانه ده او له ۳۰۰ زياتو کسانو مړي په کې موندل شوي دي.

د بلوڅانو ملت پاله ډلې د لا درکه کسانو د مړيو موندل کېدو تر شا د پاکستان د استخباراتي ادارو لاس ګڼي خو حکومت تل دا تورونه رد کړي دي.

بل پلو د مستونگ په دشت سيمه کې د يکشنبې / اتوار په ورځ يو ځل بيا ځينو ناڅرګندو وسلوالو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره پر تېلو بار دريو ټانکرونو ټکان کړي چې له امله يې دری واړه ويجاړ شوي خو چا ته په کې ځاني زيان نه دی اوښتی.

د يادونې وړ ده چې د مستونگ په دې سيمه کې له دې مخکې هم څوځله د کراچۍ - چمن پر لار افغانستان ته د ناټو پر تلونکيو ټانکرانو دغه ډول بريدونه شوي اوځاني زيان هم په کې اوښتی دی. خو حکومت تر اوسه په دغه ډول پېښو کې د ښکېلو کسانو په نيولو نه دی بريالی شوی.

ورته مطالب