په بلوچستان کې پر امنيتي سرتېريو بريد کې ۱۴ سرتېري وژل شوي دي

بلوچستان
Image caption په بلوچستان کې د بلوڅ اورپکيو له خوا پرامنیتي سرتېريو بریدونه کېږي، چې نارامي هم ورسره زياته شوې ده.

په بلوچستان کې د پاکستان امنیتي سرتېريو او وسله والوکسانو ترمنځ په یوه نښته کې ۱۴ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د وژل شويو ډېر يې د پنجاب او خیبرپښتونخوا دي.

بلوچ اورپکيو ويلي پر دغو امنیتي سرتېريو برید دوی کړی دی.

پېښه د کوټې شمال ختيځ لور دری سوہ کيلومیټرۍ چمالنگ سیمه کې شوې ده.

کله چې د يکشنبې/اتورا ماښام يو شمېر ناڅرگندہ وسله والو د سرحدي عسکرو پر یوه کمپ برید وکړ، په پايله کې يې ۱۴ سرحدي سرتېري ووژل شول اولس نور ټپیان شول.

ټپيان د درملنې لپاره کوټې ته لېږدول شوي دي.

په کوټه کې د سرحدي عسکر ویاند په پېښه کې د وژنو پخلی کړی او ویلي يې دي چې په پېښه کې ډېری وژل شوي د پنجاب او خیبر پښتونخوادي.

په کوټه کې د جنازې له لمانځه وروسته مړي په چورلکو کې خپلو پلرنيو سیمو ته ولېږدول شول.

بل پلو ته د بلوچ اورپکيو ډلې بي اېل اې ویاند آزاد بلوچ له یو ناڅرگندہ ځايه په کوټه کې بي بي سي ته ټليفون وکړ او د سرحدي عسکرو پرکمپ يې د برید پړه پر غاړه واخيسته.

د ویاند په وینا په پېښه کې له څلوېښتو زیات عسکر وژل شوي دي.

ویاند د کاهان په سیمه کې هم پر سرحدي عسکرو د برید ادعا کړې خو په کوټه کې چارواکيو دا خبرہ نه ده تائید کړې.

له پېښې ورسته سرحدي عسکرو په بريد کې د تورنو کسانو لټون پيل کړی، خو دا يې نه دي ویلي چې تراوسه یې څوک نیولي که څنګه؟

دلته د بلوڅانو ملت پالی ډلې بلوچ نېشنل وائیس له خوا ویل شوي چې له پېښې ورسته سرحدي عسکرو نه يوازې په سیمه کې ډېری بې گناہ کسان نیولي بلکې ځينې څاروي يې هم وژلي او دغه ډول یې فصلونو ته هم زیان اړولی خو چارواکيو دا ادعا نه دہ تائید کړې.

دلته دا خبرہ د یادونې وړ دہ چې چمالنگ د ډبرو له سکرو ډکه سیمه دہ او د سکرو ایستلو پر پروژې په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان د پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف د واکمنۍ په وخت کې کار پيل شو.

خو ھغه وخت هم د بلوڅانو بېلتونپاله ډلو له خوا له دغې پروژې سره کلک مخالفت شوی و، او له دې مخکې هم څو ځله د بلوڅ اورپکيو له خوا په سیمه کې پرامنیتي سرتېريو دغه ډول بریدونه شوي دي.

ورته مطالب