د لېبیا د استخباراتو مخکنی مشر ونیول شو

عبدالله السنوسي د انځور حقوق Reuters
Image caption عبدالله السنوسي د معمر القذافي له نژدې کسانو او سلاکارانو و.

د ليبيا د استخباراتو پخوانی مشر عبد الله السنوسي د قذفي د زوی له نيونې يوه ورځ وروسته هغه ژوندی نيول شوی دی.

دی د ډګروال قذافي حکومت تر ټولو ډېر غوښتل شوی کس بلل کېده.

ښاغلی سنوسي چې د دګروال قذافي اوښی دی، د ليبيايانو ترمنځ په يوه وحشي نامه شهرت لري، او باور کېږي کله چې د ليبيا پاڅون په تېره فبرورۍ کې په بن غازي کې پيل شو د ځپنې هڅه کې يې مهم رول لاره.

دواړه د جرمونو نړيوالې محکمې له خوا د جګړې جرمونو په تورونو غوښتل شوي کسان دي.

ټاکل شوې د جرمونو نړيالې محکمې مشر څارنوال (لويس مورېنو اوکامپو) دا اوونۍ ليبيا ته ولاړ شي، چې د دوی پر محاکمه چارواکيو سره خبرې وکړي.

د ليبيا منځمهال حکومت ټينګار کوي دوی د عادلانه محاکمې ضمانت کولی شي.

عادلانه محکمه

السنوسي د سیف الاسلام تر نیول کېدا یوه ورځ وروسته نیول شوی دی.

د لیبیا انتقالي شوری ویلي چې د جرمونو نړیوالې محکمې ته به سیف الاسلام ونه سپاري، بلکې پخپل هېواد کې به یې محاکمه کړي.

ورته مطالب