په واشنگټن کې د پاکستان سفير حسين حقاني استعفى ورکړه

حقاني
Image caption حسين حقاني وايي دى لا هم د پاکستان لپاره ډير څه کولى شي

په واشنگټن کې د پاکستان سفير حسين حقاني په خپل ټويټر اکاونټ باندې خبر ورکړى چې له خپلې دندې يې استعفى ورکړې ده.

تر دې لږ وروسته د پاکستان د لومړي وزير د وياند له دفتره خبر خپور شو چې لومړي وزير يوسف رضا گيلاني غوره دا بللې چې د ښاغلي حقاني د ادعا شويو خبرو تر څيړنې پورې دې ښاغلى سفير استعفى ورکړي.

د لومړي وزير دفتر وايي دغه استعفى به د هغو پلټنو چاره عادلانه کړي چې اوس روانې دي.

حسين حقاني تر هغه وروسته پاکستان ته وغوښتل شو چې رپوټونه خپارۀ شول او د دۀ له خولې يې پر پاکستاني پوځ د نيوکو يادونې وکړې.

رپوټونه وايي چې کله امريکايي ځواکونو په ايبټ اباد کې اسامه بن لادن وواژۀ له ادعاو سره سم د اصف زرداري پر حکومت فشار ډير شو او ښاغلي حقاني يوۀ پاکستاني سوداگر ته وويل چې دۀ امريکاييانو ته ويلي چې پاکستاني پوځ له کودتا منع کړي.

په هغو خاطرو کې دا هم له ادعاو سره سم ويل شوي چې د پاکستان د پوځ د کنترولولو لپاره دې امريکا مرسته وکړي.

پاکستاني رسنۍ وايي حسين حقاني په اسلام اباد کې د سه شنبه په ورځ ( د نومبر ٢٢) په يوې غونډې کې له سختو پوښتنو سره مخامخ شوى و.

په دغه غونډه کې ولسمشر اصف علي زرداري، لومړى وزير يوسف رضا گيلاني، د پوځ لوى درستيز اشفاق کياني او د استخباراتو د ادارې، اى ايس اى، مشر شجاع پاشا گډون کړى وو.

پاکستاني رسنۍ وايي د ښاغلي حقاني استعفى منل شوې ده.

په پاکستان کې پر حسين حقاني باندې ځينو کړيو سختې نيوکې کړي دي.

يوۀ کس په ستره محکمه کې د هغه پر ضد قضيه وړاندې کړې او غوښتنه لري چې هيواد ته د غدارۍ په تور بايد ونيول شي.

حسين حقاني په ټيوټر کې ليکلي چې دى لا هم د پاکستان لپاره ډير څه کولى شي.

د دۀ په وينا دى په دغه هيواد کې د زغم لپاره کار کولى شي.