د لېبیا نوې کابینه وټاکل شوه

عبدالرحیم الکیب د انځور حقوق
Image caption ښاغلي الکیب وويل د نوي حکومت لومړيتوب ټپيانو او د هغو کسانو کورنيو ته پاملرنه ده چې په جګړه کې د ډګروال قذافي ځواکونو پر وړاندې جنګېدلي دي. ده دا خپل زړه ته يوه نژدې مساله وبلله.

د ليبيا لومړي وزير عبد الرحيم الکيب يوه مياشت له هغه وروسته چې دغه هېواد خپلواک اعلان شو، د خپل حکومت کابينه ټاکلې ده.

د نهو مياشتو شخړه چې د معمر قذافي تر واکمنۍ لاندې يې پخوانی نظام راوپرځاوه، په دغه هېواد کې د واک تشه پرې اېښې وه. وروستی تدبير د دوو کلونو په ترڅ کې د يو ټاکل شوي حکومت جوړلو پر لور لومړی ګام دی.

د بي بي سي خبريال رانا جواد له طرابلس نه په خپل راپور کې وايي:

د ليبيا منځمهالي لومړي وزير عبد الرحيم الکیب وويل وروستۍ ګومارنې د وړتياوو له مخې شوې دي.

ده هغه خبرې رد کړې چې په کې ويل شوي ګنې منځمهالی حکومت د ليبيا پاڅون کې د سيمه ييزې ونډې پر بنسټ جوړ شوی دی.

خو بيا هم د کورنيو او دفاع وزيرانو په ګډون، ځينې هغوی چې د وزراتونو پر دندو ګومارل شوي، په دغه هېواد کې د جګړې پر مهال پېژند شوې څېرې وې.

ښاغلي الکیب وويل د نوي حکومت لومړيتوب ټپيانو او د هغو کسانو کورنيو ته پاملرنه ده چې په جګړه کې د ډګروال قذافي ځواکونو پر وړاندې جنګېدلي دي. ده دا خپل زړه ته يوه نژدې مساله وبلله.

پر دې سربېره حکومت په يوه اعلاميه کې امنيت او کراري، او د عادي ژوند او هم ښوونځيو ته د زده کوونکيو ستنېدا ډاډمنول په خپلو لومړيتوبونو کې په ګوته کړي دي. اوس د ليبيا حکومت جوړ شو، خو دا د يوې اوږده سياسي بهير پيل دی.

دغه راز د جرمونو نړيوالې محکمې مشر څارنوال (لويس مورېنو اوکامپو) ويلي د ډګروال قذافي زوی سيف الاسلام کېدی شي په ليبيا کې محاکمه شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption سيف الاسلام د پنجرو تر شا نه بلکې په غرني زنتان ښار کې په پټه په يوه کور کې تر څارنې لاندې ساتل کېږي.

سيف الاسلام چې د بشر ضد جايتونو باندې تورن دی د روانې اوونۍ په لومړيو کې ونيول شو. ښاغلی اوکامپو اوس په طرابلس کې دی چې چارواکيو په کې دا خبره سپينه کړې ګنې خپل بندی به هاګ ته نه سپاري.

په طرابلس کې د بي بي سي يوه بله خبرياله کارولاين هاولي وايي له هغه راهيسې چې د قذافي نظام راپرځول شوی، ليبيا د نويو دولتي موسسو جوړنې په هلو ځلو لګيا ده، او لا تر اوسه د عدلي او محکمو فعال نظام نه لري.

سيف الاسلام د پنجرو تر شا نه بلکې په غرني زنتان ښار کې په پټه په يوه کور کې تر څارنې لاندې ساتل کېږي. چارواکي وايي دی هلته خوندي دی، او په عدلانه ډول به محاکمه کېږي.

ورته مطالب