پاکستان د قطر ۵۲ شاهي بازان خوشي کړل

باز د انځور حقوق Falconry
Image caption خليجي امیران پاکستان کې د بازانو په مټ قیمتي مرغان او حیوانات ښکار کوي.

د پاکستان د ګمرکونو چارواکو ویلي چې د پاکستان خاورې ته په ناقانونه له ۷۴ راوړل شوو بازانو یې ۵۲ بېرته خوشي کړي دي.

د پاکستاني ګمرکونو چارواکو ویلي چې د قطر خلکو ته یې ۲۲ نور بازان هم ورکړي دي.

پاکستان کې د قطر سفارت ته څو ورځې وخت ورکړل شوی و، چې ددغو بازانو د قانوني سوداګرۍ په اړه پاکستان ته اسناد وسپاري، خو یوازې د ۲۲ بازانو په اړه یې اصلي شواهد لرل.

دغه بازان څو ورځې وړاندې د پاکستان کراچۍ پر هوايي ډګر ګمرکي چارواکو ونیول.

د ویلو ده چې د پاکستاني حکومت په موافقې سره، د خلیج هېوادونو امیران پاکستان کې د بېلابېلو مرغانو او حیواناتو د ښکار لپاره دغه هېواد ته بازان استوي.

پوپنا کېدل

خو پاکستان کې د حیواني شتمنۍ چارواکي وايي ځینې هغه مرغاه چې خلیجي بازان یې ښکار کوي، له پوپنا کېدو سره مخامخ دي.

خو خلیجي او پاکستاني چارواکي بیا وايي هغه مرغان نه ښکار کوي چې نسل یې ډېر لږ دی.

په کراچۍ کې د ګمرګ ویاند قمرالدین تالو بي بي سي ته وویل ''د قطر د سفارت لخوا وړاندې شوي اسناد ښيي چې پاکستان ته یوازې د ۴۰ بازانو د راوړلو اجازه یې لرله، خو قطري امیر دغه هېواد ته د ۷۴ یا ان د ۱۱۴ بازانو د راوړلو هڅه وکړې وه.''

دی زیاتوي: ''هغه مرغان چې د ننوتلو اجازه یې نه لرله، ونیول شول، او له سفارته مو وغوښتل چې په درېیو ورځو کې خپل اسناد راوړي.''

ښاغلي تالو دا هم ویلي که چېرې د قطر سفارت قانع کوونکي اسناد رانه وړي، د قانون له مخې به یې قضیه محکمې ته وړاندې کړي.

د ویلو ده چې پاکستان ته د ژمي د موسم په نژدې کېدو سره خلیجي امیران خپل بازان پاکستان ته راوړي.

دا هغه موسم دی چې ډېر مرغان د پاکستان سوېل ته له نورو سیمو ورټولېږي.

Image caption د ژمي په نژدې کېدو سره د پاکستان سوېل ته ګڼ مرغان ورټولېږي.

په داسې حال کې چې پاکستان خپل وګړي د مرغانو له ښکاره منع کوي، خو د خیلجي امیرانو ښکاریانو ته بیا د مرغانو د پراخه ښکار اجازه ورکوي.

پاکستان کې د ځنګلي ژوو د نړیوالې اتحادیې استازي ډاکټر رب نواز بي بي سي ته وویل: ''دا یو قانوني کار دی، چې د نړۍ په هېڅ ګوټ کې هم نه دی رامنځته شوی، خو عرب شیخانو ته یې په اړه اجازه ورکول کېږي، ځکه چې موږ ''ډېر خاص اړیکي'' ورسره لرو.''

د ویلو ده چې سلګونه زره پاکستانیان د خلیجي هېوادونو په اقتصادي او صنعتي کمپنیو او ادارو کې کار کوي.

له دې کبله، پاکستانیان د خپل هېواد د ګټې پخاطر عرب شیخان نه خفه کوي.