پاکستان شیري رحمن واشنګټن کې سفیره وټاکله

شیري رحمن د انځور حقوق b
Image caption شیري رحمن د پاکستان د سرې میاشتې ټولنې رییسه ده.

په واشنګټن کې د پاکستاني سفیر حسین حقاني تر استعفی ورکولو یوه ورځ وروسته، پاکستان په امریکا کې شیري رحمن خپله سفیره وټاکله.

په واشنگټن کې د پاکستان سفير حسين حقاني په خپل ټويټر اکاونټ باندې خبر ورکړى چې له خپلې دندې يې استعفى ورکړې ده.

تر دې لږ وروسته د پاکستان د لومړي وزير د وياند له دفتره خبر خپور شو چې لومړي وزير يوسف رضا گيلاني غوره دا بللې چې د ښاغلي حقاني د ادعا شويو خبرو تر څېړنې پورې دې ښاغلى سفير استعفى ورکړي.

د پاکستان لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني وايي، چې مایک مولن ته د پاکستان له خوا د جنجالي لیک په اړه پلټنې روانې دي.

په دې لیک کې دا وړاندیز شوی چې: ''ایبټ اباد کې دې د اسامه د وژلو په تړاو، د امریکا تر څارنې لاندې بې پرې پلټنې وشي او اسلام اباد دې د ایمن الظواهري، ملامحمد عمر او جلال الدین حقاني په څېر سخت دريځي چې پاکستان کې دي، ونیسي او یا دې امریکا ته دا شنه اشاره ورکړل شي چې ګني د دغو کسانو پرضد عملیات کوي.''

امریکا ویلي چې حسین حقاني استعفی وړاندې کول د پاکستان خپله کورنۍ موضوع ده.

د پاکستان حکومتي تلوېزیون ویلي، چې شیري رحمن د تېرې سه شنبې په ورځ، له لومړي وزیر سره وکتل او بیا یې لومړي وزیر د سفیرې د ټاکلو اعلان وکړ.

Image caption حسین حقاني وايي دی لاهم د پاکستان لپاره ډېر څه کولی شي.

شیري رحمن وړاندې د اطلاعاتو وزیره وه او دا مهال د پاکستان د سرې میاشتې رییسه ده.

پاکستاني الاصله امریکايی سوداګر منصور اعجاز مني چې په واشنګټن کې د پاکستان نفوذ لرونکي سفیر حسین حقاني دا لیک چمتو کړی او همده د امریکا مخکني امیرالبحر مایک مولن ته ورکړی دی.

ښاغلي اعجاز رسنیو ته ویلي چې حسین حقاني چې ددې لیک اصلي طرحه کوونکی دی، په دې باور و که چېرې پر پاکستاني پوځ نړیوال فشارونه ډېرېږي، غوره به دا وي چې پاکستان کې اوسنی سیستم بدل شي، ددغه هېواد پوځ کمزوری او پاکستان کې څپڅپانده دیموکراسي پښه ټينګه کړي.

ورته مطالب