عراق کې ۷۴۰ امریکايي روزنکي پاتې کېږي

امریکايي روزونکي
Image caption په عراق کې د امریکايي سفارت د ساتنې لپاره ۱۵۷ امریکايي پوځيان هم پاتې کېږي، چې ۲۰ پکې سمندري پوځيان دي.

عراقي او امریکايي چارواکو ویلي چې د روان ۲۰۱۱ کال ترپایه او له عراقه د امریکايي ځواکونو تروتلو وروسته به عراق کې څه باندې ۷۰۰ امریکايي روزنکي پاتې شي.

ډېری دغه روزونکي ملکي کسان دي، چې عراقي پوځيانو ته به روزنه ورکوي.

د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې امریکايي او عراقي غاې په نارسمي خبرو کې تر وتلو وروسته په عراق کې د یو شمېر امريکايي روزونکو په پاتې کېدو سلا شول.

یوه جګپوړي عراقي چارواکي ویلي، که څه هم په دې اړه رسمي خبرې نه دي شوې، خو کېدای شي چې په عراق کې ۷۴۰ امریکايي روزنکي پاتې شي.

په دغو روزونکو کې زیاتره متقاعد مدني روزونکي دي او ډېر لږ پکې پوځي افسران دي.

دغې عراقي سرچینې دا هم ویلي چې دغه روزونکي به د عراق په بغداد، تکریت، کرکوک، بصره، ناصریه، بسمایا، التاجي او اوربیل اډو کې عراقي پوځيان روزي.

سربېره پر دې به د عراق پولیس او د دفاع وزارت پوځيان هم وروزي.

بل خوا، یوه امریکايي پوځي چارواکي ویلي، چې تمه ده عراق کې نژدې ۷۰۰ امریکايي روزونکي پاتې شي.

په عراق کې د امریکايي سفارت د ساتنې لپاره ۱۵۷ امریکايي پوځيان هم پاتې کېږي، چې ۲۰ پکې سمندري پوځيان دي.

عراقي او امریکايي چارواکي ټينګار کوي چې عراق د خپلو پوځيانو د روزنې لپاره امریکايي پوځي ماهرینو ته اړتیا لري.

د ویلو ده چې د ۲۰۰۸ کال د واشنګټن او بغداد ترمنځ د شوي تړون له مخې، د ۲۰۱۱ کال ترپایه له عراقه ټول امریکايي پوځيان وځي، خو دواړو غاړو بیا یوه بل تړون لاسلیک کړ.

ورته مطالب