په نړۍ کې ډېری خلک د اټومي ځواک خلاف دي

لمرینه برېښنا
Image caption په نړۍ کې پر لمرینه برېښنا د تکیې کولو غوښتنې ډېرې شوې دي.

د بي بي سي یوه تازه نظرپوښتنه ښيي چې په نړۍ کې د نویو اټومي فعالیتونو په اړه ډېری خلک منفي نظر لري.

نظرپوښتنه ښيي ان په هغو هېوادونو کې چې اټومي هڅې کوي، وګړي یې د ۲۰۰۵ کال په پرتله د اټوم لرلو خلاف دي.

خو د امریکا متحده ایالتونو او برتانیا کې بیا وګړي غواړي چې هېوادونه یې اتومي هڅې ډېرې کړي.

ګڼو پوښتل شوو کسانو باور ښودلی چې د اوسني ځواک د ډېرېرېدو سرچینې د دوی له اړتیاوو ډېرې دي.

په نظرپوښتنه کې ۲۲٪ خلکو ویلي چې په نسبي ډول خوندي اتومي ځواک د برېښنا یوه بډایه سرچینه ده، چې وګړي باید د اتومي هڅو د ډېرولو کوښښ وکړي.

خو په مقابل کې، ۷۱٪ پوښتل شوو کسانو پخپلو هېوادونو کې د تېرو ۲۰ کالو په اوږدو کې د برېښنا د تولید لپاره د سکرو غاز غوره بللی، او وايي چې له باد او لمرینې برېښنا هم ډېره ګټه اخیستل کېدی شي.

ټولې اټومي هڅې

د نړۍ ۳۹ پوښتل شوي کسان لاهم پر دې نظر دي چې له اوسنیو اتومي بټیو باید کار واخیستل شي، نورې بټۍ جوړې نه شي، خو ۳۰٪ ویلي چې سره له اوسه باید ټولې اټومي هڅې او بټۍ ودرول شي.

د بي بي سي لپاره د ''ګلوب سکن'' شرکت له لوري دغه نظرپوښتنه له ۲۳ زره او ۲۳۱ کسانو سره د روان کال له جولای تر سپتمبر میاشتې پورې په ۲۳ هېوادو کې ترسره شوې ده.

ګلوب سکن په ۲۰۰۵ کې هم ورته نظرپوښتنه ترسره کړې وه، چې له اتو هېوادونو پکې ګڼو کسانو ګډون کړی و.

ورته مطالب