شمسي هوايي اډه او ترهګرۍ ضد جګړه کې يې رول

پاکستان حکومت د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستان د خپلو سرتېريو پر وژنې قهرېدلی دی.

پاکستان له امریکا غوښتي چې په ۱۵ ورځو کې د بلوچستان شمسي هوايي اډه خالي کړي.

دغه هوايي ډګر د پخواني ولسمشرجنرال پروېزمشرف په وخت کې امریکا ته وسپارل شو.

بيا په افغانستان کې د طالبانو اوالقاعدې پر ضد جګړه کې له همدې ځايه بریدونه پیل شول.

شمسي هوايي اډه د کوټې په ۳۲۰ کيلومیټرۍ کې جنوب لوېدیځ لور په واشک سيمه کې پرته ده.

دغه هوايي اډه د سعودي عرب او نورو خليجي هېوادونو واکمنو ۳۰ کاله مخکې جوړه کړې چې هر کال به بيا د چاړو د ښکار لپارہ دلته راتلل.

خو په ۲۰۰۱ کال کې د پاکستان پوځي ولسمشرجنرال پروېز مشرف په افغانستان کې د طالبانو راپرځولو او د القاعدې پر ضد د عملیاتو د پيل لپارہ پر شمسي هوايي اډې سربېره د جېکب آباد هو ايي ډګر هم امریکا ته سپارلی و.

ھغه وخت د دغه ګام پر ضد په بلوچستان او سند کې د مذھبي ګوندونو له خوا نه يوازې احتجاجي مظاهرې وشوې، بلکې شمسی هوايي ډګر ته نژدې د بلوچستان په خاران کې پر یوہ غونډہ د خلکو له خوا د ډبرو ګوزارونه هم وشول چې د ھغه وخت د بلوچستان د پوځ مشر جنرال عبد القادر بلوڅ د مشرمېلمه په توګه په کې ګډون درلود.

خو امریکايي ځواکونو بيا په افغانستان کې د جګړې پر مخ بېولو لپاره د شمسي هوايي اډې کارونې لړۍ روانه وساتله، او په ۲۰۰۲ کال کې په دغه اډه کې د امریکا یوہ پوځي الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله ولوېده، چې په پايله کې يې ۷ امریکایان ووژل شول.

امریکا له ۲۰۰۱ کال نه بیا تر۲۰۰۶ کال پورې د شمسي هوايي اډې په افغانستان کې د طالبانو اوالقاعدې پر ضد وکاروله.

خو کله چې د پاکستان په قبايلي سیمو کې پاکستاني طالبانو سر ښکارہ کړ، نو له ھغه ورسته امریکا د پاکستاني طالبانو پر ضد د بې پيلوټه الوتکو له لارې بریدونه پيل کړل.

بې پيلوټه الوتکې به هم له شمسي هوايي ډګر پورته کېدې.

که څه هم ھغه وخت پاکستان او امریکا د بې پيلوټه الوتکو لپارہ د شمسي هوايي ډګر کارونې خبرہ رد کړې وه، خو دا خبرہ ھغه وخت رابرسېره شوہ چې لندن ټايمز د ۲۰۰۹ کال په فبرورۍ کې یو انځور خپورکړ.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ويل کېږي په قبايلي سيمو کې بريدونو لباره بې بيلوټه الوتکې له شمسي هوايي اډې الوتلې.

په دغه انځور کې دری بې پيلوټه الوتکې ښکارېدې چې پر شمسي هوايي ډګر ولاړې وې.

که څه هم د پاکستان اوسنی حکومت تل په قبايلي سیمو کې د بې پيلوټه الوتکو له لارې د بریدونو غندنه کړې، خو دا هم وايي چې د شمسي هوايي اډې واک اواختیار پخواني ولسمشر جنرال پرو ېز مشرف امریکا ته ورکړی و.

بل پلو د روان۲۰۱۱ کال په اپرېل کې پاکستان او امریکا په ګډہ ویلي وو چې امریکا نور د پاکستاني طالبانو پر ضد د بریدو لپارہ شمسی هوايي ډګر نه کاروي.

یوہ میاشت ورسته بیا په اسلام اباد کې پوځي چارواکيو پارلمان ته وویل چې اوس د شمسي هوايي ډګر کنټرول له خلیجی هېوادونو سره دی.

په خاران کې د يوه ځايي خبریال جلیل ریګي په وینا کله چې پخواني پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف د شمسي هوايي ډګر واک امریکا ته ورکړ نو له ھغه وروسته حکومت د دغې اډې شاوخوا په لس ګونه استوګنې کورنۍ نورو سیمو ته وشړلې.

ورته مطالب