"امريکا دې په ۱۵ ورځو کې شمسي اډه خالي کړي"

د انځور حقوق AFP
Image caption ناټو تر بلې خبرتيا پورې له پولې سره نژدې خپل ټول پوځي عمليات ځنډولي دي.

د پاکستان د کابينې دفاعې کمېټې پرېکړه کړې چې امريکا دې په پنځلس ورځو کې د شمسي هوايي اډه خالي کړي او افغانستان ته ورغلې ټولې لارې يې د ناټو ځواکونو د اکمالاتي ګاډو پر مخ تړلې دي.

پاکستان دغه پرېکړه په هغه پسې کړې چې ناټو ځواکونو تېره ورځ له افغانستان سره پر پوله د پاکستان په دوو پوځي چوڼيو هوايي بريد وکړ چې له امله يې ۲۵ پاکستاني پوځيان ووژل شول او ۱۳ نور ټپيان شول.

د پاکستان حکومت او پوځ دغه پېښه غندلې او د امريکا سفير يې د بهرنيو چارو وزارت ته ور بللی او احتجاج يې ورته کړی دی.

په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو له افغان پولې سره نژدې د ۲۵ پاکستاني سرتېرو وژل کېدو ته د اسلام اباد قهرجن غبرګون نه وروسته د دغې پېښې په اړه نور جزييات ورکړې دي.

پوځي سرچينې وايي نړيوالو ځواکونو وروسته له هغه بريد وکړ چې د پاکستان له خاورې پر افغان او امريکايي ځانګړو ځواکونو ډزې وشوې.

دوی وايي پخوا هم له همدې مورچو پرې ډزې شوې وې، له ډزو وروسته د ناټو آيساف ځواکونو له قومندانۍ نه په لوړه کچه دوی ته د ځوابيه بريد امر وشو.

دوی وايي د ځانګړو ځواکونو د بريد هدف د طالبانو د روزنې يو شکمن مرکز و. اورپکو په تېر کې هم په پولو کې پرتو د پاکستاني پوځ د اډو له پوښښ نه په ګټې اخيستنې سره د افغانستان پر خاورې ډزې کړې دي.

نړيوالو ځواکونو دا هم ويلي چې په تېر کې پاکستاني پوځيانو پر دوی مخامخ ډزې کړي، خو دغه ادعاوې په بيا بيا د پاکستان له لوري رد شوې دي.

د پاکستاني عسکرو دغه وژنه په افغانستان کې د مېشتو نړېوالو ځواکونو او پاکستان ترمنځ د اړيکو د ترينګلتيا نښه ده.

ناټو دغې پېښې ته په ځواب کې تر بلې خبرتيا پورې له پولې سره نژدې خپل ټول پوځي عمليات ځنډولي دي.

خو داسې نه ښکاري چې اسلام اباد دې د ناټو په دې سپيناوي قانع شي.

د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګېلاني دغه بريد د پاکستان پر ځمکنۍ بشپړتيا او ازادۍ تېری بللی دی.

اسلام اباد دې پېښې ته په يوه تازه غبرګون کې د استخباراتي معلوماتو د شريکولو په ګډون له ناټو او مريکا سره د خپلو ټولو همکاريو په اړه د غور کولو حکم کړی دی.

ورته مطالب