د پاکستان شمسي هوايي اډه او امريکا

د انځور حقوق Reuters
Image caption شمسي هوايي اډه د پاکستان د کوټې ښار په ۳۲۰ کيلومتری کې پرته ده.

د پاکستان به بلوچستان ایالت کې پرته شمسي هوايي اډه، پر افغانستان د بهرنيو ځواکونو د بريد پر مهال د پاکستان واکمن جنرال پروېز مشرف امريکا ته په واک کې ورکړه.

دغه اډه د بلوچستان له مرکز کوټې نه کابو ۳۲۰ کيلومتره لرې سويل لويديځ لوري د دالبندين په سيمه کې پرته ده.

له دغې هوايي اډې نه امريکا او ملاتړو يې له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۰۶ کاله پورې کار واخيست.

ويل کېږي چې له ۲۰۰۹ کال وروسته بيا له دغې اډې په پاکستان کې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه هم تر سره کېږي.

د پاکستان په اېبټ اباد کې د امريکا د ځانګړو ځواکونو له لوري د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته د پاکستان د هوايي پوځ مشر راو قمر سليمان په می مياشت کې پارلمان ته وويل چې دا هوايي مېدان يې متحده عربي اماراتو ته په واک کې ورکړی دی.

پر همدې مهال د پاکستان د پوځ وياند جنرال اطهر عباس وويل چې امريکايانو ته يې څو مياشتې وړاندې د دغې اډې د خالي کولو ويلي، چې د خالي کېدو کار يې روان دی.

دا هم ويل کېږي چې ښايي په دغه اډه کې اوس يوازې د امريکا ځينې سامانونه وي، خو په عملياتو کې له دغې اډې کار نه اخيستل کېږي.

خو د پاکستان رسنيو بيا داسې راپورونه خواره کړل چې ګواکې عرب اماراتو دغه هوايي ډګر بېرته امريکا ته د بې پيلوټه هوايي بريدونو لپاره ورکړی دی.

دغه هوايي ډګر پخوا عربي شېخانو د مرغانو د نيولو پر مهال د خپلو وړو الوتکو د درولو لپاره هم کاراوه.

ورته مطالب