په اروپا کې تر ټولو چاغې ښځې د برتانيا دي

چاغښت
Image caption احصاييو ښوولې چې د برتانيا ميرمنې تر نورو ډيرې چاغې دي

د اروپايي ټولنې له شميرو سره سم په ټوله اروپا کې د برتانيا ښځې تر ټولو ډيرې چاغې دي.

د احصاييو ټولنې يوروستت په ١٩ هيوادونو کې خلکو ته کتلي دي.

د دوى له شميرو سره سم په سلو کې نژدې ٢٤ برتانيوۍ ميرمنې په ٢٠٠٨-٢٠٠٩ کال کې چاغې بلل شوې وې.

په برتانيا کې د چاغو سړو شميره په سلو کې څه باندې ٢٢ وه چې تر مالټا وروسته تر بل هر اروپايي هيواد زيات دي.

هر هغه کس چاغ بلل شوى چې د بدن اندازه يې تر يوۀ ځانگړي وزن پورته شوې وي، په دې کې د انسان ونه او وزن کتل کيږي.

د احصاييو خلکو وموندله چې په ټولو ١٩ څيړل شويو هيوادونو کې د خلکو وزن د عمر له ډيريدا سره زيات شوى دى.

له برتانيا وروسته په اروپا کې تر ټولو چاغې ميرمنې په مالتا کې وې.

هلته په سلو کې ٢١ چاغې بلل شوي او په دريم نمبر لتويا وه چې څه کم ٢١ سلنه ميرمنې يې چاغې دي.

روغتيا

په چاغو سړو کې تر برتانيا وروسته هنگري او چيک جمهوريت ياد شوى دى.

په رومانيا کې ښځې تر ټولو ډيرې کم وزنه يا ډنگرې حساب شوي دي.

د رومانيايي ميرمنو په سلو کې يوازې اته چاغې بلل شوي دي سړي يې تر هغو هم لږ چاغ وو.

په ايتاليا، بلغاريا او فرانسه کې هم چاغي کمه وموندل شوه. په ايتاليا کې يوازې په سلو کې نهه اعشاريه درې ميرمن او يولس اعشاريه درې سړي چاغ گڼل شوي دي.

شميرې ښيي د هغو ښځو وزن کم وو چې ډيرې لوستې وې.

ډاکټران وايي چاغي د روغتيا نخښه نه ده بلکې انسان له گڼو ناروغيو سره مخامخوي.

ورته مطالب