"امريکا او جرمني پر سوريې د نور فشار غوښتنه کړې"

Image caption د بندیزونو تر څنګ دې راپور د بشارالاسد پر رژیم فشار لا ډېر کړی دی.

امریکا او جرمني د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا فشار راوړي چې د سوريې پر وړاندې لا نور ګامونه اوچت کړي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې سوزان رایس وویل هغه وخت رارسېدلی چې د امنیت شورا د سوریې پر وړاندې په زغرده ګام اوچت کړي.

دوی ويلي څرنګه چې عربي ټولنې عمل وکړ، دا په پراخېدونکې توګه روښانه شوې او څوک انکار نه شي ترې کولی چې د اسد رژیم ظالمانه او د سخت زړی کړنې ترسره کړي.

ملګرو متلونو په خپل یوه راپور کې د سوريې چارواکي تورن کړي چې د حکومت ضد وروستیو مظاهرو پر وړاندې یې د چلند په لړ کې په پرله پسې توګه پر بشري حقونو "بربنډ" تېري کړي دي.

په راپور کې ادعا شوې چې حکومتي ځواکونو د مظاهره کوونکو پر ضد هغه څه تر سره کړي چې له محاکمې پرته اعدامونه، خپلسري نیونې، تري تم کول، شکنجه، جنسي زورزیاتی او د کوچینیانو پر حقونو تیری ګڼل شوی دی.

په داسې حال کې چې اروپايي اتحادیه د سوریې پر ضد نورو اقتصادي او مالي بندیزونو ته تیاری نیسي، عربي ټولنې هم د بشار الاسد د رژیم پر ضد بندیزونه اعلان کړل.

د سوریې دولتي رسنۍ وايي ميلیونونه کسان په دمشق او نورو ښارونو کې غونډ شول چې د عرب لیګ یا عربي ټولنې له خوا بندیزونه د سوریې پر ضد د لویدیځ د یوې "دسیسې" په توګه وغندي.

دا د رژیم خبره ده چې ولې نور عرب هېوادنو یې پر ضد شول، او وایې چې د بندیزونه هدف د سوریې خلک دي.

د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم عربي ټولنه تورنه کړه چې بې پرې نه ده او د تاوتریخوالي ټوله پړه یې د سوریې پر پوځ او پولیسو وراچولې او هغه وژنې یې له پامه غورځولي چې د ده په وسله والو، ترهګرو ترسره کړي:

"هغوی پوځ تورنوي، او دا تورونه د منلو وړ نه دي. ځکه هغوی په سوریه کې د وسله والو ترهګرو شته والی نه مني، هغوی چې جرمونه کوي، خلک تښتوي او د خلکو د بدن غړي پرې کوي."

په زړه پورې دا ده چې دا خبرې په داسې حال کې شوي چې ملګرو ملتونو د بشري حقونو یو راپور خپراوه، چې په کې د دغه ډول جنایتونو پړه د سوریې پر پوځ او امنیتي ځواکونو اچول شوې ده.

د ملګرو ملتونو پلټونکي کمیسیون وویل د هغه څه په اړه یې مستند اسناد راغونډ کړي چې دوی يې له محاکمې پرته د اعدامونو، خپلسري نیونو، د خلکو تري تم کولو، شکنجې ، جنسي زورزیاتي او د کوچینیانو پر حقونو د تېریو بېلګې بللي دي.

د اروپا له لوري د ډېرو شویو بندیزونو تر څنګ دې راپور د بشارالاسد پر رژیم فشار لا ډېر کړی دی.

خو دا رژیم لاهم نه په شا کیږي، او ټینګار کوي چې له خپلو شرطو سره سم یې اصلاحات او خبرې اترې له کړکېچه د وتلو یوازینې لار ده.

ورته مطالب