د موبايل لوگى: بلا وه برکت يې نه و

موبايل
Image caption د موبايل شرکت وايي دوى له څېړنو سره مرسته کوي

په استرالیا کې څیړونکي هغه آی فون ډوله ګرځنډه تیلفون څیړي چې په سیدني کې یې د یوې الوتکې د کېناستلو پرمهال لوګی وکړ.

شور جوړ شو، ويره پيدا شوه چې هسې نه اور بل شي او الوتکه او سپرلۍ يې تباه نه کړي.

د الوتکې میلمه پالې د لوګي مخه ونیوله.

په سیدني کې د بي بي سي خبریال ډنکن کنېډي په خپل راپور کې وايي دا آی فون د یوه مساپر و.

کله چې تیره جمعه یوه مساپر وړونکي الوتکه په هوايي ډګر کې کیناسته تیلفون لوګى وکړ.

ځیني راپورونه وايي چې دا آی فون فور و خو دا څرګنده شوې نه ده چې آی فون فور ایس ماډل و او کنه زوړ ماډل آی فون فور لوگى کړى دى.

د استرالیا د ترانسپورت د خوندیتوب اداره اوس پر دغه تیليفون څیړنه کوي چې ولې یې لوګى وکړ.

د تیليفون جوړونکې کمپنۍ آپل یوه ویاند ویلې چې له څیړونکو سره به همکاري وکړي چې کيسه په څه کې وه.

که خبره هر څه وه د الوتکې په ميله پالو او سپرليو يې تر هغو نژدې زړۀ بوټ ايستلى و چې لوگى کابو کېدۀ.

کله چې مساپر ارام شوي وي ارو مرو به د چا له خولې وتلي وي چې بلا وه برکت يې نه و.

ورته مطالب