کيمرون: د برتانيا پر سفارت بريد د منلو وړ نه دی

د برتانيا سفارت
Image caption دا لومړی ځل نه دی چې په ايران کې د لويديځ په کوم سفارت بريد کېږي. تر دې مخکې د امريکا پر سفارت هم شوی.

د برتانيا لومړي وزير ډېوېډ کېمرون ويلي په تهران کې د برتانيا پر دپلوماتيکو ودانيو بريدونه به ايران ته ډېر په ګرانه پرېوځي. ده دا بريدونه بدغومي او د نه دفاع وړ وبلل، ويې ويل چې د برتانوي کارکوونکو او مال په ساتلو کې د ايران پاتې راتلل، د شرم وړ دي.

سلګونو اعتراض کوونکو پرون په تهران کې د برتانيا پر سفارت او يوې بلې دپلوماتيکې ودانۍ يرغل وکړ.

د برتانيا سفارت په تهران کې يوه له ډېرو ټينګو ساتل شويو ودانيو څخه ده، خو پرون يې مظاهره کوونکي پر دېوالو ور وختل او پوليسو يې مخه ونه نيوله.

مظاهره چيانو پر سفارت لګېدلی نشان وشکاوه او د ايران بېرغ يې پورته کړ.

پر برتانوي دپلوماتيکو ودانيو دا بريدونه وروسته له هغه وشول چې تېره اوونۍ برتانيا د ايران د اټومي پروګرام له امله د هغه هېواد پر ضد مالي بنديزونه سخت کړل.

ايران د برتانيا د دغه ګام په غبرګون کې د دغه هېواد د سفير د شړلو ژمنه وکړه.

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير وېليم هېګ د دغو پېښو د غندلو په ترڅ کې وويل: "برتانيا دغه غير مسوولانه عمل ډېر جدي نيسي. دا د ويانا له کنوانسيون څخه سخته سرغړونه ده، چې په هر ډول حالاتو کې د دپلوماتانو او دپلوماتيکو ودانيو د ساتنې غوښتنه کوي.

موږ د ايران حکومت مسوول ګڼو، چې زموږ د سفارت د ساتلو لپاره يې هغسې تدابير چې ورته په کار وو، نه و نيولي."

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړو، اروپايي اتحاديې او متحده ايالاتونو هم دغه بريدونه غندلي دي.

ولسمشر اوباما چې په واشنګټن کې يې خبرې کولې د دغې پېښې له امله ژوره خواشيني څرګنده کړه:

"فکر کوم موږ ټول په ايران کې د برتانيا پر سفارت بريد ډېر خفه کړي يو، دا ډول چلند د منلو نه دی. زه په ټينګه پر ايراني حکومت غږ کوم هغه کسان دې ونيسي چې د دې کار مسوول دي.

دوی دا زمه واري لري چې د دپلوماتيکو ودانيو ساتنه وکړي، دا يو بنيادي نړيوال مسووليت دی، او ټول بايد دا وګورو چې اصلآ بلوا کوونکي څنګه د دې جوګه شول چې پر سفارت ور وخېژي او اور ورته کړي.

دا د دې نښه ده چې ايران خپل نړيوال مسووليتونه جدي نه نيسي. يقينآ موږ د وضعې په اړه ډېر اندېښمن يو او ډير ژر د يوه پرېکنده ګام تمه لرو."

دغې پيښې ډېرو ته شاوخوا ديرش کاله وړاندې د يوې بلې دغې ډول پېښې يادونه ور تازه کړل.

په کال ۱۹۷۹ کې ايرانيانو په تهران کې د امريکا پر سفارت چپاو وکړ او امريکايي دپلوماتان يې د څه باندې ۴۰۰ ورځو لپاره يرغمل وساتل.

خو له تهران نه ورکړل شوي راپورونه څرګندوي چې د ايران حکومت نه غواړي، دا ځل بيا همدغسې وشي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت د برتانيا پر دپلوماتيکو جايدادونو باندې بريدونه، د نه منلو وړ بللي چې وايي د مظاهره کوونکو يوې وړې ډلې ترسره کړې دي.

ټول برتانوي دپلوماتان او د هغوی کورنۍ خوندي دي.

ورته مطالب