د ايچ اى وي ويرويس موندونکې د پيسو پر کمښت غصه ده

ايډز
Image caption د دسمبر لومړۍ نېټه د ايډز نړيواله ورځ ده

هغې ساينسپوهې ، چې د ايچ آى وي د ويروس د کشفولو له کبله په گډه د نوبل جايزه گټلې بي بي سي ته وويل له ايچ آى وي سره د مبارزې لپاره د نړيوالو مرستو پرکميدو خپه او په غصه ده.

د روغتيا د نړيوال سازمان رپوټ ښيي چې له ايچ اى وي سره د مبارزې په موخه بيوزلو هيواودنو ته ورکړل کيدونکې پيسې د لومړي ځل لپاره تيرکال کمې شوې.

د بي بي سي د روغتيا خبريال جان ډريپرپرې ليکي .

پروفيسره فرانسوزا باري سينوسي په ١٩٨٣ کال کې د ايچ آى وي ويروس کشف کړ او درې کاله د مخه له خپل يو بل ملگري سره د نوبل په جايزې ووياړل شوه.

دا باورلري چې ساينس په دې برخه کې بېسارى پرمختگ کړى او تجربې ښيي چې درملنې د ويروس د خپريدا په مخنيوي کې خورا په زړپورې نتيجه ورکړې ده.

نوې شميرې ښيي چې له ايډزسره د مبارزې پروگرامونو ته د پيسو ورکړه تيرکال لس سلنه کمه شوه چې يو اعشاريه يو بيليون ډالره کيږي.

نړيوال صندوق چې د پيسو په ويشلو کې مهمه ونډه لري تيره اوونۍ اعلان وکړ چې نه شي کولى تر٢٠١٤ کال پورې دې برخې ته نورې پيسې ورکړي.

پروفيسوره فرانسوزا باري سينوسي دا د نه منلو وړ بولي چې ځينې هيوادونه په دې برخه کې د خپلو کړو ژمنو پلي کولو کې پاتې راغلي دي .

دا وايي د ايچ آى وي د درملنې پر لارو چارو د پلټنو چټکولو ته اړتيا شته.

ورته مطالب