القاعده : لاهور کې تښتول شوى ٧٠ کلن امريکايي له موږ سره دى

ظواهري
Image caption ايمن الاظواهري وايي اويا کلن امريکايي به هاله خوشي کوي چې پر دوى بمباري ودريږي

د القاعدې مشر ايمن ظواهري وايي يو سپين سارى امريکايي چې څلور مياشتې مخته په لاهور کې تښتول شوى و د شرطونو په پوره کيدو خوشي کولى شي.

دغه کس څلور مياشتې وړاندې د پاکستان د پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې وسله والو سړو وتښتاوۀ.

په يوۀ ثبت شوي پيغام کې چې د امريکا د رسنيو د څار يوې اينټرنيټي شبکې خپور کړى د القاعدې مشر ايمن الظاهري وايي ښاغلى وينستين به د ځينو شرطونو تر پوره کيدا وروسته خوشي کړي.

د القاعدې په شرطونو کې ويل شوي چې امريکا دې په افغانستان او پاکستان کې بمبارۍ بندې کړي او د القاعدې او طالبانو ټول زندانيان دې خوشي کړي.

ښاغلي وينستين په پاکستان کې پنځه کاله مرستندوى کارونه وکړل او د خپل ماموريت په وروستيو ورځو کې و چې وتښتول شو.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال الياس خان د پاکستاني چارواکو پر هلو ځلو ليکي.

د ښاغلي وينستين دقيق ځاى معلوم نه دى خو د ظواهري له پيغامه داسې ښکاري چې دى ښايي د پاکستان قبايلي سيمو ته ليږدول شوى وي.

که داسې وي نو دا د دۀ د تښتولو له ښار، لاهوره، درې سوه کيلومتره ليرې ځاى دى.

د اگست په مياشت کې د دۀ له تښتولو دوه اوونۍ وروسته پاکستاني استخباراني مامورينو له لاهوره سل کيلومتره ليرې پر يوۀ ځاى چاپه وغورځوله خو څه لاس ته ورنه غلل.

هغه وخت دوى وويل چې تښتول شوى کس بل ځاى ليږدول شوى دى.

پلټنونکي بيلا بيل پيغامونه ورکوي، کله رپوټ ورکوي چې مهمې نخښې يې موندلي کله بيا وايي چې دوى هيڅ داسې شواهد نه لري چې کار پرې وکړي.

د پنجاب په ايالت کې يوۀ وزير د ښاغلي وينستين تر تښتولو يوه اوونۍ وروسته په دې ټوله کيسه سړې اوبه وغورځولې او ويې ويل دغۀ کس خپله د دۀ په وينا " د حساسو ځايونو" په باب پټ معلومات ټولول.

ځينې امنيت ساتونکي او د ښاغلي وينستين موټر چلوونکى ونيول شول او پوښتنې گرويږنې ترې وشوې خو درې مياشتې وروسته خوشي شول.

له هغه راهيسته په تيره يوه مياشت کې د تښتونکو لور گودر معلوم نه دى او د پلټنې هڅې يې هم پښه نيولې دي.

ورته مطالب