پيلاي: د سوريې د ولس ژغورلو ته ودانګۍ

نه وي پېلاي د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په سوريه کې په زرګونو کسان وژل شوي، نيول شوي او ځورول شوې دي.

په ملگرو ملتو کې د بشري حقونو د څانگې مشرې پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې د هغې په وينا له بېرحمه ترټنو نه د سوريې د ولس د ژغورنې لپاره بيړني گامونه پورته کړي.

نه وي پيلاي په جينوا کې د ملگرو ملتو د بشري حقونو بيړنۍ غونډې ته وينا کوله چې په سوريه کې يې د ډيموکراسي پلوه اعتراضونو ځپل څېړل.

د امريکا مرستيال ولسمشر جو بايډن چې د ترکيې په کتنه ورغلى، وايي، نړيوال بنديزونه دې لا ډېر شي چې په سوريه کې بدلونو ته لار پرانيزي.

د بي بي سي خبريال جاناتن هيډ چې له استانبول نه دا پرمختياوې څاري، وايي چې د ملگرو ملتو د بشري حقونو کمشنرې نه وي پيلاى د نړيوالو له خوا د اقدام په پلوۍ ځينې حيرانوونکې شمېرې درلودې.

دا وايي د اعتراض په تېرو نهو مياشتو کې د وژل شويو شمېر تر څلورو زرو ډېر اوښتى چې تر ۳۰۰ ډېر يې کوچنيان دي. ١٤ زره هم نيول شوي دي. هغې وويل د سوري عسکرو ډزې رسا او د وژلو په نيت دي:

"ټولې وژنې، کړونې او د تاوتريخوالې نورې بڼې او خپلسرې نيونې دې همدا اوس ودرول شي. ټول هغه کسان دې چې د عقيدې پر بنسټ نيول شوي او يا پخپلسر زندان ته اچول شوي دي، پرېښود ل شي او د بشري حقونو د ساتونکو خلاف دې ټول غچ اخيستونکي اقدامات پای ته ورسول شي."

آغلې پيلاى وويل دا هر څه د بشريت خلاف جنايت برېښي او بايد د جنايت ضد نړيوالې محکمې ته واستول شي.

د بشري حقونو شورا د يوې پرېکړې په کولو سره دغه تېري وغندل.

خو روسيه او چين لا هم په کلکه د سوريې په کړکېچ کې له لاسوهنې سره مخالفت کوي، نو ځکه روښانه نه ده چې د نورو حکومتونو له لاسه نور څه کېدلى شي.

بنديزونه دا اوونۍ د امريکا، اروپايي ټولنې او ترکيې له خوا لا کلک شول.

د امريکا مرستيال ولسمشر جو بايډن ترکيې ته رسېدلى چې په سوريه کې د سياسي بدلونو په پلوۍ د ترکيې د حکومت له هڅو د خپل حکومت ملاتړ څرگند کړي.

د سوريې په گاونډيو هيوادونو کې په دې اړه چې ولسمشر اسد دې نوره خپله دنده پرېږدي، پام وړ يووالى رامنځته شوى دى، خو هغه لا هم ټينگ پر ځاى ناست دى.

ورته مطالب