پنېتا: اوباما د ايران پر ضد پوځي ګام لا نه دی رد کړی

Image caption په اتومی وسلو سمبال ايران د منځيني ختيځ د امنيت او پرمختګ لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی.

د امريکا د دفاع وزير ليون پنېتا ويلي چې ولسمشر براک اوباما د ايران د اتومي وسلو د تر لاسه کولو د مخنيوي لپاره پوځي ګام، نه دی رد کړی.

په واشنګټن کې د خبرو پر مهال ښاغلي پنېتا وويل چې د بريد له امله د ايران هستوي پروګرام له يوه تر دوه کاله ځنډای شي او له همدې امله پوځي ګام وروستۍ چاره ده.

هغه وويل په اتومی وسلو سمبال ايران د منځيني ختيځ د امنيت او پرمختګ لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی.

ليون پنېتا وويل امريکا د اسراييلو د د امنيت په برخه کې هوډمنه ده او ايران به پرېنږدي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.

د امريکا د دفاع وزير دغه راز له اسراييلو هم وغوښتل چې له مخ په زېاتېدونکوي ګوښيتوب ځان وژغوري.

هغه له اسراييلو وغوښتل چې په منځني ختيځ کې له فلسطينيانو سره بيا د سولې خبرې اترې پيل کړي.

د ښاغلي پنېتا په وينا په وروستيو دوو کلونو کې په سيمه کې د اسراييلو په ګوښيتوب کې زياتوالی راغلی او د دې لامل دا دی چې په منځني ختيځ کې د سولې خبرې درېدلې دي.

ده وويل په عربي نړۍ کې بدلونونو اسراييل هم اندېښمن کړي چې له امله په ځينو عربي هېوادونو کې بدلونونه راغلل، خو د ده په وينا دغو بدلونو اسرايیلو ته دا فرصت په لاس ورکړ چې په سيمه کې خپل امنيت پياوړی کړي.

مصر او اردن هغه دوه هېوادونه دي چې اسراييل يې منلي دي.

پر همدې مهال اسراييل په مصر کې عمومي ټاکنې څاري چې دغلته يوه اسلامي ګوند په لومړي پړاو کې ښې لاسته راوړنې لرلي دي.

ترکيې اسراييل په ۱۹۴۹ کې منلی، خو د دواړو هېوادونو اړیکو تېر کال وروسته له هغه ترينګلې شوې چې غزې ته پر تلونکې ترکي بېړۍ کې نهه ترکان ووژل شول.

ورته مطالب