د پوتين ګوند د محبوبيت ګراف دا ځل را لوېدلی دی

ولادمير پوتين
Image caption لومړنيو پايلو وښوده چې د پوتين د ګوند ملاتړ په لومړي ځل تر پنځوس سلنې ټيټ شوی.

د روسيې د صدراعظم ولاديمير پوتين گوند، متحده روسيه د تېر پر خلاف دا ځل په پارلماني ټاکنو کې خورا وروسته پاتې دى. د هغه گوند لپاره چې د ولسي جرگې يا دولتي دوما له دريو يې دوه برخې په لاس کې وې، لويه ماتې ده.

دغه راز دا پخپله د ښاغلي پوتين لپاره هم دنهيلۍ لامل دى چې يو ځل بيا غواړي د راتلونکي کال په مارچ کې ولسمشر شي.

په مسکو کې د بي بي سي خبريال ډانيل سانډفورډ وايي، د مسکو زړه ته گڼ پوځيان ور توى شوي وو.

داسې برېښېده چې دا به آن د ټاکنو تر پيل وړاندې د ځواک يوه ننداره وي. په دې ټول پوهېدل چې د واکمن گوند، متحدې روسيې ملاتړ په خلکو کې کم شوى، خو دومره سختې لوېدنې ټول حيران کړي دي.

د رايه اچونې تر پای ته رسېدو وروسته لومړنيو نتيجو وښوده چې د صدراعظم ولاديمير پوتين د گوند ملاتړ په لومړي ځل تر پنځوس سلنې ټيټ شوى دى.

دوه ساعته لا نه وو تېر چې ښاغلى پوتين د خپل گوند په مرکز کې په داسې يوه حالت راڅرگند شو چې تر پخوا ډېر مړاوى برېښېده:

" متحده روسيه بايد د تېرو څو کلو د ماتو او برياوو يو څه پړه پر غاړه واخلي. خو له دې سره سره زموږ وگړو د هيواد د يوې وتلې سياسي ډلې په توگه، د دغه گوند ملاتړ وکړ."

مخالف گوندونه او د ټاکنو څارونکي وايي، که چېرې پراخې درغلۍ نه واى نو د متحدې روسيې ملاتړ نور هم ټيټيده.

ښايي پوتين د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي

داسې نا سپين رپوټونه شته چې وايي سيمه ييزو چارواکو پر خلکو زور اچولى چې متحدې روسيې ته رايې ورکړي او يا يې د رايو له يوه مرکز نه بل ته بيول چې بيا خپلې رايې په ټگۍ وکاروي.

د صدراعظم يوه پخواني مرستيال او د حکومت مخالفي "ولسي آزادۍ گوند" يوه مشر باريس نمڅوف وويل چې دا ټاکنې نه، بلکې ځانگړي عمليات دي چې دوى په کې گډون نه دى کړى.

خو مخالفين به هرومرو دا مني چې که ټگي هرڅومره وه، بيا هم ميليونونو وگړو د متحدې روسيې ګوند ته رايې ورکړي او ملاتړي يې لا هم تر ټولو ډېر دي.

د ولاديمير پوتين همکاران لا له همدا اوسه د يوه ايتلاف خبرې کوي، خو په دې کې شک نشته چې پخپله دى به د راتلونکي مارچ د ولسمشرۍ ټاکنې بيا گټي.

ورته مطالب