په کوټه کې د ناټو پر ټانکرونو بريد کې څه د پاسه ۲۰ ټاکرونه سوځول شوي دي

د ناټو ټانکرونه
Image caption د ناټو پر ټانکرونو بريد د پاکستان له لوري د امنيتي تدبيرونو له ډاډ سره شوی دی.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې ناڅرګندہ وسله والو کسانو د ناټو ټانکرونو پر تمځای د توغنديو برید کړی چې له امله يې له ۲۰ زیات ټانکرونو اور اخستی خو څه ځاني زیان یې نه دی اړولی.

په کوټه کې د بي بي سي خبریال ایوب ترین د راپور له مخی د پنجشنبې /زيارت اوجمعې ترمنځ شپه کې د کوټې پر لوېديځ (بای پاس) سړک پر یو موټرسایکل دوو تنو سپرو پر یو ټرمینل یاتمځای د توغنديو او وسلو بريد کړی دی.

د بريد په ځواب کې د ټرمینل ساتندويو سرحدی سرتېريو ډزې وکړې خو موټرسایکل سپاره وسله وال په تېښته بریالي شول.

د توغندیو په دغه برید کې سمدلاسه په ټرمینل کې ولاړو ټانکرونو باندې اور ولګېد.

د اور وژنې د اوبو ډکې لارۍ د پېښې ځای ته ورسېدې خو کارکوونکي يې د شپې تر ناوخته پورې د لګېدلي اور په وژلو نه وو بريالي شوي.

ورسته بيا مرستندويه ډلې هم د پېښې ځای ته ورغلې او د ټرمینل شاوخوا کی اوسېدونکې کورنۍ هم له خپلو مېنو اویستل شوي او دوکانونه او پلورنځي هم خالي کړی شوي دي.

د ټرمینل سرچينې وايي له بريد ورسته په ټرمینل کې موجود سرتېري او موټروانان له دغه ځايه په وتلو بریالي شوي نو ځکه هم ځاني زیان نه دی اوښتی.

د امنيتي تدبيرونو ډاډ

له پېښې یوازې یوہ ورځ مخکې موټروانانو ويل چې د حکومت له خوا کلک امنیتي تدبيرونه نيول شوي، اود دوی ټانکرونه دا وخت خوندي دي.

د یادونې وړ دہ چې د نومبر پر ۲۶ مه نېټه د ناټو چورلکو له خوا په مومندو اېجنسۍ کې د پاکستان پوځ پردوو څوکیو يو برید کې ۲۴ پاکستاني سرتېري ووژل شول.

ورسته د پاکستان دفاعي کمېټې پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپارہ د تېلو، خوراکي او نورو شیانو لېدونې لار وتړي.

د دغې پرېکړې له امله اوس پر توکيو بار لارۍ اوټانکرونه په خیبرپشتونخوا اوبلوچستان ایالت کی درول شوي دي.

خو د پاکستان مرکزي حکومت ایالتي حکومتوتونو ته امر کړی و چې په خپلو سيمو کې دې د ناټو کانټينرونو اوټانکرونو خونديتوب ډاډمن او په دې اړه اړين ګامونه واخلي.

د بلوچستان د کورنيو چارو سکرتر نصیب اللہ بازي هم څو ورځې وړاندې وویلی وو، چې دا وخت د بلوچستان ایالت په بېلا بېلو برخو کې نژدې ۵۰۰ ټانکرونه او کانټينرونه ولاړ دي او حکومت يې د خونديتوب لپارہ ټول ګامونه پورته کړي دي.

ورته مطالب