اسد: د مظاهره چيانو د وژلو امر مې نه دی ورکړی

اسد د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ښاغلي اسد ويلي نه يې هېواد د ده ملکيت دی او نه هم د دغه هېواد پوځ.

د سوريې ولسمشر بشار الاسد په خپلو وروستيو څرګندونو کې هڅه کړې له هغو بريدونو ځان لرې کړي چې د دغه هېواد پوځ يې پر حکومت ضد احتجاجيانو کوي، او ادعا يې کړې چې ګنې ده د وژنو هېڅ امر نه دی ورکړی.

ملګرو ملتونو د سوريې پر نظام د بشريت ضد جرمونو تور لګولی، او ارزونې يې وايي چې د دغه هېواد د ۹ مياشتيني پاڅون پر مهال څه د پاسه ۴ زره کسان وژل شوي دي.

خو ولسمشر اسد له اې بي سي نيوز امريکايي چينل سره په يوه ننګوونکې مرکه کې پر ملګرو ملتونو خپله غوصه سړه کړه او دغه سازمان يې د نه باور وګاڼه.

ښاغلي اسد په خپلو خبرو کې وويل نه يې هېواد د ده ملکيت دی او نه هم پوځ، او په سوريه کې يې د وګړيو د ساتنې لپاره هر څه کړي، او دوی خپل خلک نه وژني:

"موږ خپل خلک نه وژنو، هېڅوک وژل نه کوي. په دنيا کې هېڅ حکومت هم خپل وګړي نه وژني، که يې مشري کوم لېونی کس ونه کړي.

څه چې په ما پورې د ولسمشر په توګه اړه لري، زه ځکه ولسمشر شوی يم چې خلکو مې ملاتړ کاوه. په دې دولت کې د هر چا لپاره دا ناشونې ده چې د وژنې امر ورکړي"

سپينې ماڼۍ بيا د ولسمشر اسد د دغو څرګندونو په ځواب کې ويلي واشنګټن او يو شمېر نور هېوادونه په سوريه کې د زورزياتي بوګنوونکو پېښو په غندنه کې سره يوه خوله دي، او ګنې دوی په دې ښه پوهېږي چې په سوريه کې څه پېښېږي او مسوليت د چا پر غاړه دی.

پر همدې مهال په سوريه کې د تاوتريخوالي پېښې روانې دي.

له بيروته د بي بي سي خبريال پاول ووډ په خپل راپور کې وايي د سوريې حمص ښار په تاوتريخوالي کې لا خلک وژل کېږي.

خو احتجاجيان بيا هم ورځ تربلې په زوړورتيا د ماشينګڼو او زغروالو ګاډيو پر وړاندې سړکونو ته راوځي.

ولسمشر اسد بيا په خپلو خبرو کې ويل داسې دليل نه ګوري چې له مخې دې د ملامتيا احساس وکړي:

"ما د خپلو خلکو د ساتنې لپاره خپل ټول وس کارولی، نو چې داسې ده بيا زه د ملامتيا احساس نه شم کولی، د هغو خلکو لپاره چې ژوند يې له لاسه ورکړی، د خواشينی احساس شته، خو کله چې خپل خلک نه وژنې بيا د ملامتيا احساس هم نه کوې."

پاول ووډ په خپل راپور کې وايي، دا د سوريې داسې انځور نه دی چې د د يموکراسۍ فعالان، يا عربي ټولنه او يا يې هم ملګري ملتونه ومني.

د ملګرو ملتونو يو راپور د سوريې پر حکوکت د ډله ييزې نيونې، ربړونې، د احتجاجيانو پر وړاندې د جنسي زور کارونې او د څه نا څه ۳۰۰ ماشومانو د وژنې تور لګوي.

که څه هم ولسمشر اسد په خپلو خبرو کې ومنله چې د پوليسو او ځواکونو له خوا يې له اندازې زيات زور کارول شوی، خو زياته يې کړه چې دا شخصي کړه وړه وو، او کومه تګلاره نه وه.

دغو خبرو ته به د لاريونيانو له خوا د مسخرې ګوته نيول کېږي، په داسې حال کې چې نړيواله ټولنه په دې اندېښنه کې ده چې ګنې سوريه د ځپلو له حالت نه يو داسې لور ته روانه ده چې لا ډېر له کورنۍ جګړې سره ورته والی لري.

ورته مطالب