ډاکټر فای اعتراف کړی چې له ISI نه يې پيسې اخيسي

غلام نبي فای
Image caption ښاغلی نبي فای په جولای مياشت کې نيول شوی دی.

يوه کشميري الاصله امريکايي، غلام نبي فای د امريکا د قوانينو سرغړونه کړې او د پاکستان له څارګرې ادارې ISI نه يې د سلګونه زره امريکايي ډالرو پر اخيستو اعتراف کړی دی.

پر ۶۲ کلن غلام نبي فای تور دی چې په واشنګټن کې يې د ISI په لارښوونه د کشمير د ازادۍ د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره کار کوي.

ښاغلی نبي فای په جولای مياشت کې نيول شوی دی.

خو د پاکستان حکومت د غلام نبي فای د فعاليتونو په اړه بې خبري ښيي.

څارنوالي ويلي دي غلام نبي فای چې د هند تر کنټرول لاندې کشمير کې پيدا شوی او يو بل کس، ظهير احمد چې پاکستاني الاصله امريکايی دی، پر دواړو تور دی چې د پاکستان له لوري د شويو مرستو نژدې ۴۰ لکه ډالره يې لګولي او هڅه يې کوله چې د کشمير په اړه د امريکا دريځ د پاکستان په لوري واړوي.

څارنوالي وايي ظهير احمد د داسې کسانو په لټه کې وو چې ظاهرآ يې د خېرات یا چندې ورکولو رول لوباوه.

د دوی مرسته شوې پيسې د "کشميري امريکن کونسل" په نوم يوه سازمان ته ورکول کېدې، خو په حقيقت کې دا پېسې د پاکستان د حکومت وې.

ظهير احمد لا نه دی نيول شوی، او فکر کېږي چې دی اوس په پاکستان کې دی.

د امريکا يو څارنوال نيل مېک برايډ په يوه بيانيه کې ويلي چې: "له تېرو شلو کالو راهيسې غلام نبي فای په پټه په لکونو ډالر د پاکستان له څارګرې ادارې اخيستي او په دې اړه يې د امريکا حکومت ته دروغ ويلي دي."

ښاغلی برايډ وايي: "له آی اس آی نه پيسې اخيستونکو د پاکستان د اندېښنو د څرګندولو لپاره د امريکا له استازو سره لېدنې کتنې کړي، د لوړې کچې کانفرانسونو ته يې مرسته ورکړي او په واشنګټن کې يې د پرېکړه کوونکو په مخ کې د کشمير مساله را پورته کړې ده."

خبريالان وايي غلام نبي فای دغه اعتراف پر داسې مهال کوې چې په دې وروستيو کې د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکې ډېرې ترينګلې شوې دي.

د "کشميري امريکن کونسل: په نوم سازمان بوديجه ډېره کمه ده او نبي فای وايي ده د دې لپاره هېڅ حکومتي مرسته نه ده ترلاسه کړې.

امريکا تور لګوي چې دغه سازمان د امريکا په انتخاباتي منډو ترړو کې پيسې برابرې کړې وې.

يو شمېر کنفرانسونو او نورو مراسمو سره يې کومکونه کړي، چې په دې کې په سپينه ماڼۍ او د بهرنيو چارو وزارت له چارواکو سره لېدنې هم شاملې دي.

کشمير د پاکستان او هندوستان تر منځ د لسيزو جنجالي موضوع ده.

دواړه هېوادونه ادعا کوي چې دا په بشپړ ډول د دوی يو ايالت دی او د همدې لپاره هند او پاکستان په خپلو کې درې ځله جګړې هم کړې دي.

ورته مطالب