پاکستان پر ډيورنډ کرښه رادار سيستم پياوړى کوي

پاکستان د انځور حقوق AP
Image caption د پاکستان هوايي ځواک وايي داسې سيستم به کاروي چې د هر ډول الوتکو د وراوښتو پته ورته ولگيږي.

پاکستان وايي د ډيورنډ په کرښه يې خپل رادار سيستم تر هغه وروسته پياوړى کړى دى چې د ناټو په يوۀ بريد کې يې تيره تيره مياشت ٢٤ سرتيري ووژل شول.

په پېښور کې يوۀ پاکستاني پوځي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې اوس دوى د ډيورنډ په کرښه بشپړ هوايي دفاعي سيستم لري.

دغه چارواکي زياته کړه چې اوس دوى په ډيورنډ کرښه داسې سيستم لري چې هر ډول الوتکه کشفولى شي.

د دغه چارواکي نوم ځکه نه دى اخيستل شوى چې هغۀ له رسنيو سره د خبرو اجازه نه لرله خو ويل يې چې د پاکستان دغه گام په دې نيت اخيستل شوى دى چې د افغانستان له خاورې ناټو ځواکونه د دوى په خاورې کې عمليات ونه کړي او که يې هڅه کوي چې دوى يې مخه ډب کړاى شي.

د نومبر په ٢٦ نېټه د ناټو په يوۀ بريد کې د پاکستان ٢٤ سرتيري ووژل شول چې په يو ځايي د وژل شويو شمير له پلوه پاکستاني پوځ ته په دغه پوله تر ټولو لوى گوزار و.

له هغه بريد وروسته اسلام اباد له امريکا وغوښتل چې په سويل لويديځ کې د دوى د شمسيه په نامۀ اډه پريږدي او دغه راز يې د ناټو د تيلو پر ټانکرونو هم لاره بنده کړه.

پاکستان د افغانستان په باب د جرمني په بن ښار کې له غونډې هم بايکاټ وکړ.

د شمسيه له اډې د رپوټونو ترمخه د امريکا بې پېلوټه الوتکې الوتلې او په قبايلي سيمو کې يې د القاعدې پر شکمنو کسانو بريدونه کول.

په پاکستان کې دننه هغه وخت پر پوځ ډير فشار راغى چې د روان کال د مۍ په مياشت کې امريکايي چورلکو په ايبټ اباد کې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن پر کور بريد وکړ، هغه يې وواژۀ او مړى يې له ځان سره يووړ خو د دوى د رادار سيستم پرې خبر نه شو.

ورته مطالب