ګیلاني: 'اسلام اباد او واشنګټن یو پربل باور بایللی'

یوسف رضا ګیلاني

ښاغلي گيلاني دا راپورونه رد کړل چې وايي پر ښاغلي زرداري د زړه حمله راغلې او دا چې پوځ هڅه کوي نوموړی په زور له دندې ليرې کړي هغسې چې ډېر وگړي پاکستان کې په همدې باور دي.

د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني منلې چې اسلام اباد او واشنګټن نور يو پر بل باور نه لري.

د دواړو خواوو ترمنځ اړيکي د ناټو له هغه بريد راهيسي ترينګلي شوي چې تېره مياشت په کې له ډېورېنډ سره څېرمه مومندو سيمه کې ۲۴ پاکستان سرتېري ووژل شول.

ښاغلي ګيلاني دا خبره رد نه کړه د امريکا پر وړاندې د پاکستان هوايي فضا وتړي.

له اسلام اباد نه د بي بي سي خبرياله اورلا ګوېرين په خپل راپور کې وايي، د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکي ډېر وختونه ستونزمنې وي خو لومړي وزير يوسف رضا گيلاني بي بي سي سره ځانگړې مرکه په داگه ومنله چې امريکا او پاکستان يو پر بل باندي باور نه کوي ښاغلي گيلاني ددواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو داسې ارزونه وکړه:

''هو يو پر بل د باور تشه موجود ده، موږ يو له بل سره په گډه کار کوو، خو لا اوس هم يو پر بل باور نه کوو، زما په اند د يوې ښې نتيجې لپاره موږ بايد پخپلو اړيکو کې ښه والى راولو او بايد يو پر بل باور وکړو.''

د اوس لپاره ددواړو هېوادونو ترمنځ اړيکي په ټپه دريدلي دي.

د امریکا- پاکستان د اړیکو ترینګلتیا

  • ۲۰۱۰ – د سپتمیبر ۳۰مه:

    د ناټو چورلو دوه پاکستاني پوځيان ووژل، د احتجاج له کبله پوله نژدې دوه اوونۍ وتړل شوه.
  • ۲۰۱۱، د اپریل ۲۲مه:

    افغانستان کې ناټو ځواکونو ته د اکمالاتي توکو د څارګرو الوتکو د بریدونو په غبرګون کې درې ورځې، د لېږد اجازه ورنه کړل شوه.
  • ۲۰۱۱، د مۍ دویمه:

    امریکا اعلان وکړ چې اسامه بن لادن یې وژلی، پاکستان وویل د برید په اړه یې خبر نه درلود.
  • ۲۰۱۱، د جون دویمه:

    د امریکا جګپوړي پوځي مشر امیرالبحر مایک مولن پاکستان کې د امریکايي پوځيانو د راکمولو مهمه پرېکړه وکړه.
  • ۲۰۱۱، د جولای لسمه:

    امریکا له پاکستان سره خپله ۸۰۰ میلیون ډالر پوځي مرسته وځنډوله.
  • ۲۰۱۱، د سپتمبر ۲۲مه:

    امیرالبحر مایک مولن پاکستان په افغانستان کې د حقاني ډلې په ملاتړ تورن کړ، پاکستان یې څرګندونې رد کړې.
  • ۲۰۱۱، د نومبر ۲۶مه:

    د ناټو بمبارۍ پر پوله د پاکستان دوو پوستو کې ۲۴ پاکستاني سرتېري ووژل.

افغانستان کې ناتو ځواکونو ته اکمالاتي لارې تړل شوې او پاکستان وايي تر هغه مهاله چې له امريکا سره په اړيکو کې نوي مقررات نه وي ليکلي لاريو ته به اجازه نه ورکوي چې تر پولو یې افغان خاورې ته واوړي.

په افغانستان کې ناټو ځواکونه په پراخ ډول د پاکستان له کراچۍ نه د توکيو لېږدونې پر ځمکنۍ لار تکيه کوي، چې له خيبر درې او چمن لارې افغانستان ته رسېږي.

د پاکستان له خوا د ناټو کاروانونو پر وړاندې د دغو لارو له تړنې وروسته اوس سلګونه لارۍ په دې تمه په انتظار ولاړې دي چې روان کړکېچ پای ته ورسېږي.

لومړي وزير گيلاني بي بي سي ته وويل چې افغانستان کې د ناتو ځواکونو ته اکمالاتي لارې کېداى شي ځو اوونۍ نور هم تړلې پاتې شي.

له امریکا سره نوی تړون

اکمالاتي ټانکر

لومړي وزير گيلاني بي بي سي ته وويل چې افغانستان کې د ناتو ځواکونو ته اکمالاتي لارې کېداى شي ځو اوونۍ نور هم تړلې پاتې شي.

ښاغلي گيلاني وويل له امریکا سره په نوي تړون کې شاید پر دي سلا وشي چې په هېواد کې د سي اى اې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه ودروي.

ښاغلي گيلاني د ولسمشر اصف علي زرداري د روغتيا او د پاکستان د راتلونکي په اړه گنگوسې بې بنسټه وبللې او وويل چې د ښاغلي زردارې روغتيايي حالت مخ پر ښه کېدو دى او نوموړي د دوبۍ په روغتون کې استراحت کوي او په دوه اوونيو کې به هېواد ته راستون شي.

ښاغلي گيلاني دا راپورونه رد کړل چې وايي پر ښاغلي زرداري د زړه حمله راغلې او دا چې پوځ هڅه کوي نوموړی په زور له دندې ليرې کړي هغسې چې ډېر وگړي پاکستان کې په همدې باور دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .