امریکا: له پاکستان سره د باور فضا 'حیاتي' ارزښت لري

pakistan_soldiers
Image caption د ناټو په بمبار کې د ۲۴ پاکستاني سرتېرو د وژل کېدو له کبله د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړيکي ترینګلي شول.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکې د ولسمشر د ځانگړي استازي مرستيالې بيت جونز ومنله چې ددواړو هيوادونو تر منځ د باور د نشتوالي خبره له هغې پيښې سره تړاو لري چې له پاکستان سره پر پوله د هغه هېواد د سرتيرو تر وژل کېدو وروسته مطرح شوې ده.

امریکا د پاکستان د لومړي وزير يوسف رضا گيلاني ددې څرگندونو په غبرگون کې چې پاکستان پر امريکا او امريکا پر پاکستان باور نه لري،ويلي دي چې ددواړو هيوادونو تر منځ د باور فضا حياتي ارزښت لري.

اغلې جونز د بي بي سي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې ددواړو هيوادونو لپاره د باور فضا رامنځ ته کول حياتي ارزښت لري.

نوموړې وويل له پاکستان سره به سپينې خبرې کوي،چې د باور فضا پياوړې شي:

''دا يو ډير ارزښتاناکه پوښتنه ده ددواړو هيوادونو تر منځ د باور موضوع ددوه اړخيزو اړيکو لپاره ډيره مهيمه ده،پاکستان له متحدو ايالتونو نه وغوښتل چې په دغه هيواد کې خپل يو عملياتي مرکز وتړي چې دا کار وشو، څومره چې شوني وي موږ به له پاکستان سره روښانې او سپينې خبرې وکړو،او دا د هغو موضوعاتو په اړه چې موږ يې په اړه گډ کار کول غواړو،موږ باوري يو چې له پاکستان سره مو کوم باوري اړيکي لرل هغه به بيا رامنځ ته کړو.''

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکې د ولسمشر د ځانگړي استازي وويل چې د اړيکو د عادي کيدو په موخه د امريکې ولسمشر بارک وباما هغه مهال له پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري سره خبرې کړې وې چې نوموړى نه و رنځور شوى.

Image caption ګیلاني:''موږ يو له بل سره په گډه کار کوو، خو لا اوس هم يو پر بل باور نه کوو، د هغه باور دا و چې د يوې ښې پايلې لپاره موږ بايد پخپلو اړيکو کې ښه والى راولو او بايد يو پر بل باور وکړو.''

وايي همدا راز د امريکې د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن د پاکستان له لومړي وزير او بهرنيو چارو سره اړيکې نيولې وې، اغلې جونز وويل چې له يوه پلوه پر دې اړه لا هم ددواړو هيوادونو خبرې روانې دي او بل پلو متحده ايالتونه د هغې پيښې په اړه پلټنې کوي چې دا ستونزې يې وزيږولې.

نوموړي وويل چې د پاکستان او امريکې باوري اړيکي د سيمې او افغانستان د سولې لپاره اړينې دي.

امريکايي چارواکي وروسته تر هغې دا څرگندونې کوي چې د پاکستان لومړي وزير يوسف رضا گيلاني له بي بي سي سره په يوه ځانگړې مرکه کې وويل چې زددواړو هيوادونو تر منځ يو پر بل د باور تشه موجود ده.

نوموړي ويلي وو ''موږ يو له بل سره په گډه کار کوو، خو لا اوس هم يو پر بل باور نه کوو، د هغه باور دا و چې د يوې ښې پايلې لپاره موږ بايد پخپلو اړيکو کې ښه والى راولو او بايد يو پر بل باور وکړو.''

ورته مطالب