امریکا د پاکستان نژدې ۷۰۰ میلیون ډالر مرسته کنګل کړه

ګیلاني
Image caption اسلام اباد د امریکا له خوا له پاکستان سره د مرستې کنګل کول یو بدمرغه او بې وخته ګام بللی دی.

د متحده ایالتونو د کانګرس یوې کمېټې له پاکستان سره د امریکا د ۷۰۰ میلیون ډالرو مرسته کنګل کړې ده.

د پاکستان پارلمان کې د امنيتي کمېټې مشر سلیم سیف الله خان ویلي چې دا یو بدمرغه او بې وخته ګام دی، خو په دې باور دی چې هېواد به یې له دې مرستو پرته هم ژوندی پاتې شي.

د امریکا د کانګرس یوه پلاوي تر هغه پورې پاکستان ته د خپل هېواد د ۷۰۰ میلیون ډالرو مرستې ورکړه کنګل کړه، چې پاکستاني چارواکي دا باوري کړي چې په سیمه که د شلخي ماینونو د جوړولو پروړاندې مبارزه کوي.

دا په روان کال کې د امریکا له خوا پر پاکستان د مرستو ځنډولو دویم ګام دی.

د پاکستان او امریکا ترمنځ د تېرکال په مۍ کې هغه مهال چې پاکستان کې د امریکا له خوا د القاعدې مشر اسامه بن لادن ووژل شو، اړيکي خړ پړ شول.

امریکا ناراضي ده

امریکا د القاعدې د ملاتړې حقاني شبکې پروړاندې د پاکستان له کړنو هم راضي نه ده.

امریکا ادعا کوي چې دغه په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو پروړاندې پاکستان کې بریدونه طرحه کوي.

خبریالان وايي پاکستان په پوځي او ملګي برخو کې د امریکا د کلنۍ څو سوه میلیون ډالرو مرستې ترلاسه کوونکی دی.

له ۲۰۰۱ راهیسې امریکا له پاکستان سره نژدې ۲۰ میلیارد امریکايي ډالره پوځي او اقتصادي مرسته کړې ده، چې ډېره برخه یې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې ورکړې.

امریکا په تېر جولای کې هم له پاکستان سره د نژدې ۸۰۰ میلیون ډالرو مرستې د ځنډولو اعلان وکړ.

Image caption کانګرس ویلي تر هغه به دا مرستې وځنډېږي، چې پاکستان دا باوري کړي چې سیمه که د شلخي ماینونو د جوړولو پروړاندې مبارزه کوي.

امریکا داسې مهال له پاکستان سره خپله مرسته کنګل کړې، چې د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا افغانستان ته په یوه ناڅاپي سفر تللی دی.

پنیتا داسې مهال افغانستان ته سفر کړی، چې د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړيکي ترینګلي شوي دي.

پاکستان پر امریکا باور نه لري، چې دا احساس دوه اړخیزه دی.

د پاکستان او امریکا ترمنځ اړيکي تېره میاشت مومندو ایجنسۍ کې د ناټو په هوايي برید کې د ۲۴ پاکستاني سرتېرو تر وژل کېدو وروسته ترینګلي شول.

ورته مطالب