"په مدرسه کې له جبري پوځي زده کړو ماشومان ازاد شول"

د پاکستان تر ټولو لوى ښار کراچۍ کې پوليس وايي له يوې داسې مدرسې يې ماشومان خوشي کړي دي چې ځينو ته يې پوځي زده کړې ورکول کيدې.

پاکستاني پوليس وايي نژدې ۵۰ داسې ماشومان يې خوشي کړي دي چې ځينې يي په زنځيرونو تړل شوي وو او په زور يې پوځي روزنه ورکوله.

د زده کوونکو په ډله کې تر ټولو کمکي ١٢ کلن ياد شوي دي.

پاکستاني پوليس وايي دغه ماشومان د ديني زده کړو په هيله دې مدرسې ته ورغلي وو .

چارواکي د مدرسې چلوونکي پړۀ بولي او په دې تور يې دوه کسان هم نيولي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .