پيلاى: سوريه دې د جرمونو نړيوالې محکمې ته ور وپيژندل شي

سوريه
Image caption په سوريې کې څو مياشتې کيږي چې د حکومت ضد پراخې مظاهرې روانې دي

د ملگرو ملتنو د بشري حقونو کمشنرې "نه وې پيلاى" په سوريه کې روان حالت د نه منلو وړ وباله او خبردارى يي ورکړ چې که چيرې نړيواله ټولنه په دې تړاو گام نه پورته کوي نو دا چاره به د سوريي د چارواکو د لا زړورتيا لامل شي

آغلې پيلاى وويل په سوريه کې روانو حالاتو ته په پام سره داسې بريښې چې ښايي په دغه هيواد کې بشري ضد جرمونه ترسره شوي وي

" ما د شته شواهدو پر بنسټ او همدا راز پراخو منظمو وژنو، د وگړو زنداني کيدو او کړاونو ته په پام سره داسې احساس کړې چې دغه کړنې د بشر ضد جنايتونه دي نو ما دا وړانديز وکړ چې سوريه دې د جرمونو نړيوالې محکمې ته ور وپيژندل شي

خو په ملگرو ملتو کې د سوريي استازي بشر جعفري د آغلې پيلاى موندنې په زغرده رد کړې او ويې ويل چې د سوريي حکومت مخالفي هڅه کوي چې د آغلې پيلاى له لارې عامه افکار ناسم لوري ته ورواړوي.

نوموړي زياته کړه:

" دغه وگړي په يوۀ ډول ناروغۍ اخته شوي چې syrianophobia يا له سوريې نه کرکه نوميږي"

لويديځوال ديپلوماتان وايي د دې مهال را رسيدلى چې د امنيت شورا د سوريې په تړاو گام پورته کړي

په ملگرو ملتونو کې د فرانسې سفير جرارت آغود وايي په سوريه کې د شوو وژنو اخلاقي پړه د امنيت شورا ته ور تر غاړې ده.

خو د امنيت شورا غړي هيوادونه لا په دې کې پاته راغلي چې د سوريې په تړاو يوه خوله شي.

ورته مطالب