د امریکايي مسلمانانو تلوېزیوني پروګرام، که ناندرۍ

امریکايي مسلمانې
Image caption دغه پروګرام په میشیګن ایالت کې د پنځو مسلمانو کورنیو ورځنی ژوند انځوروي.

د امریکا متحده ایالتونو کې د "All American Muslim" یا (ټول امریکايي مسلمانان) په نامه د یوه تلوېزیوني پروګرام پر سر ناندرۍ راپورته شوې دي.

دغه پروګرام په میشیګن ایالت کې د پنځو مسلمانو کورنیو ورځنی ژوند انځوروي.

په رسنیو کې ددې پروګرام پر سر جدي بحثونه پیل شوي دي.

د "لوز" په نامه د یوه شرکت په ګډون – چې تر ډېره کورني توکي پلوري- د یوې محافظه کار ې مسیحي ټولنې له خوا تر سخت فشار لاندې راغلې، چې ګني دغه پروګرام د اسلامي شریعت دودولو ته کمپاین کوي.

د پروګرام سمبالوونکي وايي، د پروګرام هدف په امریکا کې د مسلمانانو پر ژوند رڼا اچول دي، او دا چې ټولنې ته یې ریښتینی انځور وړاندې کړي.

خو "فلوریډا کې کورنۍ" په نامه یوې سخت دريځې مسیحي ټولنې دا پروګرام د اسلامي ارزښتونو د دودولو پلوي بللی دی.

ددې ټولنې رییس ډېوېډ کاتون په دې اند دی چې "دغه پروګرام د عقیدې پر بنا، د میلیونونو امریکایانو د ذهنونو بدلون ته تبلیغات کوي، او مسلمان پکې ځانونه په داسې بڼه ښيي، چې په اصل کې داسې نه دي. "

د بدنامۍ هڅې

د دارالهجرت مؤسسې یو کار کوونکی عصام عمیشي وايي د "فلوریډا ټولنې" دا برید "د اسلام د شرمولو له هغو هڅو یوه ده، چې امریکایان غواړي په دې هېواد کې له اسلامه مسلمانان بیزاره کړي. "

ورته مطالب