فلپین کې توپاني څپو ۴۰۰ کسان وژلي

توپان ځپلي
Image caption په کاګایان دي اورا ښار کې پر ګڼو خلکو کورونه راچپه شوي دي.

د فیلپین چارواکي وايي چې یوه زورور توپان لږترلږه ۴۰۰ کسان وژلي او ګڼ نور لاهم ورک دي.

چارواکي وايي ډېری قربانیان د ختيځو ښارونو (میندانا ټاپو او کاګایان دي ارو) اوسېدونکي دي.

د توپان له کبله لسګونه زره خلک لوړو ځایونو ته لېږدېدلي.

د طبيعي پېښو پروړاندې د ملي ادارې مشر بنیتو روماس ویلي، لاهم د قربانیانو د ډېرېدو راپورونه شته.

ښاغلي روماس دا هم وویل چې د اوبو دغه توپان په نیمه شپه راغلی او په ناڅاپي توګه یې خلک لاندې کړل.

"یو سخت توپان پر سیمه راغلی او ددو ښارونو ګڼ اوسېدونکي یې وړي دي. "

د پوځ یوه ویاند ویلي چې په ځپل شویو سیمو کې یې د ژغورنې لپاره شاوخوا ۱۰۰۰۰ سرتېري ګمارلي دي.

د مړو لټون

د ایلیګان ښاروال لاورینس کرز ویلي، توپان د ښار پر څنډو پر ۱۰ کلیو هم راغلی دی.

نوموړی زیاتوي، د سمندر د څنډو ساتندویه ژغورونکي د اوبو په قابو کولو لګیا دي او له هغه ځایه مړي راوباسي.

په سیمه کې تلوېزیونونه د توپان انځورونه خپروي چې له کبله یې کورنۍ له خپلو مېنو په تېښته دي.

وړاندې هم په فیلپین کې ورته توپان لږترلږه ۱۰۰ خلک وژلي.

ورته مطالب